د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپانی سیلانی، د امن کور او د کاڼو باران!


دتخت بايي د کنډراتو انځور
دتخت بايي د کنډراتو انځور

د پښتونخوا صوبې د مردان ښار نه د پینځلس کلومیټره په فاصله د تخت بایۍ د بدّهـ مت د راهبانو د عبادت لپاره د تعمیرونو یو کمپلیکس پروت دی چې په وړومبۍ صدۍ قبل مسیح کې جوړ کړل شوی دی.

پر دغې ودانۍ وخت په وخت بریدونه او یرغلونه شوي دي خو خوندي ځکه پاتې ده چې د یو غر په سر جوړه ده. خواته ورسره د سري بهلول کنډرونه دي ،چې یو وخت د ژوند له رنګونو ډک ښار و. د دې ځای د اهمیت اندازه له دې خبرې هم لګول کېدای شي چې دا د یونیسکو د کلتوري اثارو په فهرست کې هم شامل دی.

دا د دوه زره پینځم کال د ژمي موسم و ، زه د خپلو ملګرو سره ددې ځای په اړه د یو مستند فلم ( ډاکومینټرۍ ) د جوړولو لپاره دغو کنډرونو ته په غره ورختم . چې لږ مزل مو وکړو نو یو ځوان هلک مو ولیدو چې ډیره په منډه په ښکته خوا راروان و. چې مونږ ته راورسېد نو معلومه شوه چې دا یو جاپانې دی، چې د پښتنو روایتي کالي يي په غاړه دي . هغه ډېر وېریدلی او وارخطا و او سر يي هم لږ زخمي شوی و. مونږ رایسار کړو ، خو هغه دومره وېریدلی و چې په مونږ يي هم باور نه کاوه .

ما ترې په انګلیسي ژبه پوښتنه وکړه چې څوک یې او څه درباندې شوي دي ؟ هغه په انګلیسي ژبه خبرې نه شول کولی ،خو بره غره ته يې ګوته نیوله . زمونږ ملګرو ورله اوبه ورکړې او له تندي يې ورله وینه وچه کړه . زما دوه ملګري په غره کې په بره لاړل څو معلومه کړي چې په میلمه ګزارونه چا کړیدي؟ لږ وخت وروسته ملګري مې راغلل ، هغوی وویل چې بره د خواو شا کلیو څه ماشومان وو چې دا مېلمه يې په کاڼو ویشتی دی . هغوی ویل چې دا کافر دی او ده ته ضرر رسول ثواب دي . د پښتنو ټولنه چې د مېلمه پالنې لپاره نوم لري ، نن دې حال ته رسیدلې وه چې ماشومان هم د سخت دریځه مذهبي تعلیماتو د اثر لاندې وو.

دا جاپانی سیلانی او د بدهـ مت منونکی و او د دغو تاریخي اثارو د لیدو او ورته د احترام وړاندې کولو لپاره راغلی و ، خو د خپل عقیدت او مینې په کوڅو کې په کاڼو وویشتل شو.

مونږ غوښتل چې د بودا ( بدها ) دا مینه وال له ځانه سره ایسار کړو خو هغه ښکته لارې ته اشارې کولې ، چې ګيني نور ایساریدل نه غواړي. د هغه په سترګو کې بلها سوالونه وو، هغه د خپلې مینې کور ته راغلی و خو په کاڼو وویشتل شو. هغه د خپل عقیدت په غشو لګیدلی و، هغه پښیمانه نه و خو دردېدلی و ځکه چې د بودا د امن په کور کې خلکو د مینې او امن سبق هیر کړی و.

زمونږ یو ملګري دغه جاپانی تر لویې لارې ورسولو او مونږ د غره څوکې ته خپل مزل له دوام ورکړو. ما په لاره فکر کاوه چې دا زلمی کله خپل وطن ته، خپلو خلکو ته ورسي نو چې زمونږ په اړه به ورته څه وايي؟

XS
SM
MD
LG