د لاسرسي ځای

تازه خبر

به تکریت کې عراقي ځواکونو پرمختګ کړی


دا عملیات د هغه کمپاین برخه ده، چې د صلاح الدین نومې صوبې د اسلامي دولت وسله والو داېستلو لپاره پیل شوی دی.

عراقي ځواکونو له پرون »ګل ورځ» راهیسې تکریت ښار او بغداد شمال اړخ ته یو شمېر نورې سیمې له اسلامي دولت نومې سختدریځه وسله والې ډلې نه د بیا نیولو لپاره په لویه پیمانه پوځي عملیات شورو کړي دي.

پرون «ګل ورځ» د عراق سرکاري ټیلي ويژن خبر ورکړ چې حکومتي ځواکونه په تکریت کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې اهداف په نښه کوي. یاد ښارچې له بغداده شمال اړخ ته په ۱۳۰ کلومیټره کې پروت دی، د پخواني امر صدام حسېن پلرنی ټاټوبی دی.

په دې خبر کې ویل شوي چې حکومتي ځواکونو ته د شییعه او سني جنګیالو او دا راز د توپخانې او د عراقي جنګي الوتکو د هوايي بریدونو ملاتړ ترلاسه دی، چې په نتیجه کې یې د دې ښار له ځېنو خوااوشا سیمو داسلامي دولت وسله وال پر شا شوي دي خو لا هم د دې خبر پخلی نه دی شوی.

د امنیتي چارواکو په حواله ویل شوي چې په دې عملیاتو کې خوا اوشا ۳۰۰۰۰ زره ځواکونه او د دوی ملاتړي جنګیالي برخه اخلي.

دا عملیات د هغه کمپاین برخه ده، چې د صلاح الدین نومې صوبې د اسلامي دولت وسله والو داېستلو لپاره پیل شوی دی. په یاده صوبه کې زیاتره سني عرب مېشت دي.

XS
SM
MD
LG