د پاکستان سېنټ د ملک هغه یوازېنۍ ملکي اداره ګڼل کېږي چېري چې د ټولو صوبو استازي برابر شمېر لري خو د مذهبي اقلیتونو استازي په سېنټ کې د خپل شمېر په اړه ګیلې لري.
دوی وايي ، که څه هم په دې وروستیو کې د خرابو حالاتو له کبله د اقلیتونو یو شمېر خلک پر مهاجرت مجبوره شوي او له ملکه وتلي دي خو بل پلو په ابادۍ کې خورا زیاتوالی راغلی دی د کوم لپاره چې د دوی په وینا ، په سېنټ کې څلور چوکۍ کافي نه دي.
د اقلیتونو د حقونو لپاره مبارزه کوونکی هارون سربدیال په دې اړه مشال راډیو ته وویل
(تر اوسه د سیکانو ، هندانو او داسې نورو اقلیتونو د ژوند ټول مسایل لکه واده ، طلاق ، وراثت او داسې نور د دوی له خوښې سره سم نه دي. بله خبره دا ده چې د دې ستونزو د هواري لپاره په سېنټ او پارلمان کې زموږ د استازو هلي ځلې د نه برابرې دي)
له پخواني سنېټر ثناءالله بلوڅ څخه مي وپوښتل چې په سېنټ کې د مذهبي اقلیتي استازو ږغ تر کومه حده اورېدل کېږي؟
ثناء الله بلوڅ وویل ، ( يو خو د پاکستان سېنټ داسې یو بااثره اداره نه ده لکه د نورو ملکونو او بله دا ده چې په دې سنېټ کې د مذهبي اقلیتونو استازي یوازې د نمونې په توګه موجود دي.
ثناءالله بلوڅ زیاته کړه چې ( زه به خپله تجربه له تاسو سره شریکه کړم چې د ټولو جاسوسي ادارو لوړپوړي چارواکي به زما د وینا پر وخت هلته راته ناست وو ، بیا به یې د چایو په ځای کې له خلکو تپوسونه کول چې ثناء بلوڅ دا مالومات له کومه راوړي او څوک یې ورکوي. چې د پښتنو ، بلوڅو او سیندیانو استازي بې اثره دي نو د مذهبي اقلیتونو د استازو بااثره کېده خو لرې خبره ده).
د پاکستان د بشري حقونو د سازمان مشره زهرا یوسف وايي ، د پاکستان په سېنټ کې نه یوازې د مذهبي اقلیتونو استازي کم دي بلکې د هغوی د ټاکلو طریقه هم سمه نه ده.
زهرا یوسف وویل ، (د شمېر له پلوه خو بیخي کم دي او نور په کار دي. بله خبره دا ده چې د مذهبي اقلیتونو خلک وايي چې د دوی استازي په داسې توګه ټاکل کېږي چې هغوی بیا د خپلو ټولنو نمایندګي نه شي کولای).
زهرا یوسف زیاته کړه چې د مذهبي اقلیتونو غړي شکایت کوي چې په سېنټ کې د دوی استازي د دوی ستونزو ته دومره پاملرنه نه کوي لکه څومره چې د خپلو ګوندونو د تګلارو لپاره کار کوي.
د عوامي نشنل ګوند مهم مخکښ افراسیاب خټک نه یوازې سنېټر دی بلکې د پاکستان د بشري حقونو د سازمان مشر هم پاتې شوی دی. دی وایي ، په سېنټ کې د مذهبي اقلیتونو لپاره دا څلور مخصوصې چوکۍ کمې دي خو هر ګوند په سېنټ کې پر خپلو زیاتره چوکیو هم د مذهبي اقلیت غړي راوستلای شي.
سنېټر افراسیاب خټک وویل ( دا چوکۍ خو کافي نه دي خو ګوندونه کولای شي چې له خپلو چوکیو څخه پر هر څو چې دوی وغواړي له مذهبي اقلیتونو څخه کسان ټاکلای شي. پر دې هیڅ بندیز نشته. خو د سېنټ دا څلور چوکۍ د دې لپاره دي چې ګواکۍ مذهبي اقلیتونه له پامه نه دي غورځول شوي).
سنېټر افراسیاب خټک وویل ، یوازې پپلز ګوند له سیند صوبې څخه پر عامو چوکیو له مذهبي لږکیو خلک ټاکلي دي او نورو ګوندونو تر اوسه د ځینې وجوهاتو او مجبوریو له کبله داسې نه دي کړي.
نوموړي زیاته کړه ( په کار ده چې نور ګوندونه هم پر خپلو عامو چوکیو د مذهبي لږکیو غړي وټاکي هغه ځکه چې په پاکستان کې برداشت بیخي کم شوی ، سخت دریځي زیاته شوې ده نو په داسې حال کې د مذهبي لږکیو ستونزې زیاتي دي او هغوی نورې همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري).
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې مېشت د مذهبي لږکیو وګړي نه یوازې په عام ژوند کې له ستونزو سر ټکوي بلکې په تېرو څو کلونو کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ په داسې پېښو کې په نښه شوي دي چې د مهمو مشرانو په ګډون یې په سلګونه غړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.