د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان د بې کوره کړل شوو ستنېدل


د قبايلي سيمو لپاره د قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره يا (ايف ډي ايم اې) يو چارواکي فرمان خلجي مشال ريديو ته وويل چې له شمالي وزيرستانه تر يو لاکه او درې زرو زياتې کورنۍ موږ سره راجسټر دی

د ضرب عضب آپريشن لوجې د شمالي وزيرستان د بې کوره شوي خلقو مرحله واره واپسي روانه ده او تر دې دمه د دوه نيمو سوو نه زياتې کورنۍ خپلې سيمو ته ليږلې شويدي.

د قبايلي سيمو لپاره د قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره يا (ايف ډي ايم اې) يو چارواکي فرمان خلجي مشال ريديو ته وويل چې له شمالي وزيرستانه تر يو لاکه او درې زرو زياتې کورنۍ موږ سره راجسټر دی او په لومړۍ مرحله کې يې د شاه مېرۍ، سپين وام او ميرعلي تر ٢٥٠ زياتې کورنۍ خپلو سيمو ته ليږلې دي او چې په کومو سيمو کې حالات ښه کيږي نو د هغه ځايونو خلق به هم واپس ليږلې کيږي.

د نوموړي وينا وه چې متاثرينو ته د ټرانسپورټ په مد کې لس زره او واپسۍ لپاره ٢٥ زره روپۍ ورکړې کيږي دې نه سربيره هره مياشت متاثره کورنۍ ته ١٢ زره روپۍ هم ورکړې کيږي.

له شمالي وزيرستانه منتخب د قامي اسمبلۍ غړي محمد نظير مشال ريډيو ته وويل چې د شمالي وزيرستان نه د بې کوره شوي خلقو واپسي به په ٥ مرحلو کې سر ته رسي او چې کوم متاثرينو واپس خپلو سيمو ته ولاړ شي نو هغوي ته به د شپږ مياشتو پورې د راشن سره سره د کورونو جوړولو لپاره نقدې پيسې هم ورکړې کيږي

نوموړي زياته کړه چې د کومو خلکو کورونه چې په مکمله توګه تباه شوي دي نو هغوي ته به ٤ لکه روپۍ او په جزوي توګه متاثره شوې کورونو مالکانو ته به يو لکه او ٦٠ زره روپۍ ورکړې کيږي دې سره سره حکومت نه صرف د مير علي او ميران شاه بازارونو دوباره جوړولو اراده لري بلکه په سيمه کې د هسپتالونو، سکولونو او بجلۍ بحالې لپاره يي کار هم شروع کړيدې،

د شمالي وزيرستان يو شمير متاثرين وايي چې ايف ډي ايم اے يي تر دې دمه رجسټريشن نه دې کړې نو ورله پکار دي چې د دوي رجستريشن وکړي، مشال ريډيو چې کله د فرمان خلجي په وړاندې د متاثرينو دا غوښتنه کيښوده نو په جواب کې نوموړي وويل چې نهه مياشتو پورې د شمالي وزيرستان د متاثرينو رجسټريشن عمل روان و او په ياده موده کې دوي خپل رجسټريشن ونکړو نو دا د دوي غلطي ده موږ خو زکه رجسټريشن بند کړو چې د دې متاثرينو د راتلونکي لپاره منصوبه بندي وکړو،

خو چې کله مشال ريډيو د متاثرينو دا غوښتنه د محمد نظير په وړاندې کيښوده نو د نوموړي وينا وه چې په سيمه کې چې کومې کميټيانې جوړې کړې شويدي نو هغه دې دوي ته مکمل راپور راوړي چې څومره کورنۍ تر دې دمه د رجسټريشن نه پاتې شويدي دغه ډيټا به زه د سيفران وزير ته ورکړم او دې متاثرينو د رجسټريشن لپاره به يو ځل بيا سينټرې خلاصې کړو،

د حکومت لخوا د متاثرينو واپسۍ لپاره کړې شوي انتظاماتو پحقله مشال ريډيو چې کله د فاټا ګرينډ الائنس او د وزيرستان د جرګي مشر خان مرجان سره خبرې وکړي نو د نوموړي وينا ده چې تر دې دمه حکومت د شمالي وزيرستان مشران دغه متاثره سيمو ته نه دي بوتللې چې د انتظاماتو جايزه واخلي

د نوموړي په وينا چې دوي خپل سکولونه، کالجونه او هجرې آبادې غواړي او حکومت ته خواست کوؤ چې زموږ په دې غوښتنو دې زرترزره عملدرامد وکړي،

ياده دې وي چې حکومت تير کال د جون مياشتې له ١٥ نيټې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم سره پوځي عمليات پيل کړيدي، د محمد نظير په وينا چې پاکستان پوځ تر دې دمه ٩٥ فيصده علاقه د وسله والو نه پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG