د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان وزیر اعظم په کابل کې ګډ خبري کنفرانس ته څرګندونې وکړې او ددواړو په خبرو کې یو ټکی مشترک ښکارېدو چې د افغانستان دښمن باید د پاکستان او د پاکستان دښمن باید د افغانستان دښمن وګڼل شي.
افغان ولسمشر وویل چې افغان سربازان د ټولې سیمې د ټېکاو لپاره سرښندنې کوي. نوموړي زیاته کړه، له پاکستان سره په مشترکو ګټو او مشترکو خطرونو غږېدلي یو. مشترک خطرات پر دې اساس لکه چې د پاکستان وزیر اعظم ویلي دي او موږ دا خبره بیا بیا کوو چې ترهګري ښه او بده نه وي. ترهګري، ترهګري ده، یو بچۍ او ماشوم په پېښور او یحیاخېلو کې یوه وینه لري. او همداسې قدر لري.
موږ ټول باید د دې خطراتو پر وړاندې ودرېږو. زموږ بچیان باید هېڅوک نه په پېښور او نه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې وترهوي. زموږ بچیان باید په ډاډه زړه له خپله کوره ووځي او په امنیت خپل کور ته ستانه شي.د اسیاء راتلونکې زموږ په ګډو هڅو او همکارۍ پورې تړلې دي. زموږ د هېوادونو تر ټولو لوی دښمن بې وزلي او غریبي ده.که بې وزلي حاکمه وي، ټېکاو او ثبات نه راځي. او غریبي باید له منځه ولاړ شي.
په سختو شرایطو کې د دوستۍ معیار دا دی چې په سختو حالاتو کې ملګری د ملګري تر څنګ ودري. او په دې شرایطو کې مو دا هيله ده او کومې خبرې اترې چې مو وکړې، چې موږ د دوستانو او دوو دولتونو په توګه دا دي چې باید په منطقه کې استحکام راشي، او د ګډو خطرونو پر وړاندې باید یوه تګلاره ولرو چې د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن دی او د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی.
او تر دې لید لاندې موږ باید خپل ولس ته ډاډ ورکړو چې موږ یو روڼه تګلاره لرو او خپله دا تګلاره د خپل پرون قرباني نه کړو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو څرګندونو کې وویل چې ملي وحدت یې هم وحدت لري، هم اراده لري او هم ځواک لري چې خپله دنده ترسره کړي.د افغانستان ملي وحدت یو ټیم دی، زموږ سیاسي اراده ټینګه ده، زموږ بنسټونه په وفا او تقوا عمل کوي چې په دغه مقدسه خاوره کې ثبات، امنیت او سوکالي راشي، موږ ویاړو چچې په دغه مقدسه خاوره کې منتخیب حکومت د علماو ټینګه همکاري او ملاتړ لري. د هېواد په زرګونه علماء په یو صف کې ولاړ د خپل هېواد د ملي ځواکونو، د ملي وحت حکومت او د منتخیب ډموکراټ حکومت ملاتړ کوي. او باید ووایم چې نړیوال زموږ په سم دریځ پوه شوي دي او له موږ سره همکاري کوي.
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په خپل وار سره خبري کنفرانس ته وویل، چې تل خوشاله وي چې خپل دویم کور افغانستان ته راشي. او ستاسو له تودې مېلمستیا ډېره مننه. مېلمستیا د افغانانو ځانګړنه ده.
په دنیا کې دوه داسې نور هېوادونه نشته چې په دوستۍ او رشتو داسې سره تړلي وي. موږ د خپلو اړیکو غښتلي کول غواړو. موږ ژمنه وکړه چې سوله او ثبات د دواړو هیوادونو لپاره ګټور دی.
نواز شریف زیاته کړه : هېواد یې متحد ، سوله ایز افغانستان غواړي. او د افغانستان د ښمن د دوی دوست نشي کیدای. نوموړي همدارنګه وویل چې افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي. په افغانستان کې د وسله والو بریدونه غندي او دا ورته د اندېښنې وړ دي.
نوموړي وویل، چې مشترکه عملیات به پلي کېږي چې د ترهګرو پتڼځایونه له منځه یووړل شي. موږ په دواړو هېوادونو د بشري وړتیا پر پراخولو، د لارو سړکونو، د پټلۍ غځولو پر پروژو وغږېدلو چې د سیمې اقتصاد لا وغوړوو.