د لاسرسي ځای

تازه خبر

روزګان : په ګيزاب ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د افغانستان د روزرګان ولایت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د حکومتي سرتېرو او طالبانو تر منځ نښتو زور اخيستی او له تېرې شپې راهيسې د دغې ولسوالۍ دوولس پوستې سقوط شوې دي.

راپورونه وايي دا مهال د ګيزاب ولسوالۍ مرکز ته په يو کيلو مټرۍ کې د طالب وسله والو او ملي سرتېرو تر منځ جګړه روان ده.

د روزګان چارواکي وايي، طالب وسله والو د دغه ولايت په څلورو نورو ولسواليو کې تر ماتې خوړلو وروسته ګيزاب ته مخه کړې ده او له تېرې شپې راهيسې يې د دغې ولسوالۍ دوولس امنيتي پوستې نيولې دي.

د ګيزاب په وروستيو نښتو کې تر اوسه پورې دوه تنه سيمه‌ييز پوليس او لس تنه وسله وال طالبان وژل شوی دي.

په دې سربېره، د دغې ولسوالۍ تر پنځه سوه زياتې کورنۍ د جګړو له امله بې‌کوره شوې او دا مهال ترينکوټ او ځينو نورو ولسواليو ته لېږدېدلې دي.

د ګيزاب ولسوال عبدالله خان وايي، د روزګان په نورو ولسواليو کې د طالبانو پر ضد جګړه تونده شوې او دا مهال وسله والو ګيزاب ته مخه کړې ده.

دی وايي، سرتېرو په تاکتيکي توګه له ماښام راهيسې دوولس پوستې طالبانو ته ورپرېيښې دي او دا مهال د ولسوالۍ د مرکز په يو کيلو مټرۍ کې جګړه روانه ده.

د نوموړي په خبره، سرتېري هڅه کوي چې له لاسه وتلې پوستې يې، بېرته له طالبانو څخه ونيسي.

« په ګيزاب کې دا څو ورځې کیږي چې جنګ دی خو له تېر ماښام راهيسې جنګ ډېر توند شوی دی. تر دې دمه دوه تنه سيمه‌ييز پوليس شهيدان شوي، دوه ژوبل دي او لس طالبان وژل شوي او دوولس نور ټپيان دي. په دې سربېره، تر پنځه سوه زياتې کورنۍ هم بې ځايه شوې دي."

ولسوال وايي، له مرکز څخه يې مرسته غوښتې، خو تر اوسه لا هم مرسته نه ده وررسېدلې.

له ګيزاب څخه د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، وسله والو د ترينکوت او ګيزاب تر منځ پر غځېدلې لاره ماينونه خښ کړی دي او په دا مهال د ولسوالۍ او مرکز تر منځ لاره بنده ده.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې هم طالبانو له سرتېرو څخه څو پوستې نيولې وې.

په روزګان کې د دغه ولايت د پخواني امنيه قومندان تر وژل کېدو وروسته ناامنيو زور واخيست او له هغه راهيسې په چارچينو، شهيد حساس او دهرواد ولسواليو کې ګڼ شمېرې امنیتي پوستې سقوط شوې دي.

XS
SM
MD
LG