دافغانستان د ښځینه شاعرانو د یوې ټولنې « مېرمن بهیر » ځینې غړې په راروان جولايي میاشت کې لندن ته سفر کوي او هلته به د شاعرۍ په نړیواله مېله کې ګډون کوي.
د میرمن بهیر په نوم د دغه ادبې ټولنې سره نه یوازې د کابل بلکې د افغانستان د یو شمیر نورو برخو نه هم ښځېنه شاعرانې ملګرې دي. په دوی کې اکثر یې په حکومتي او غیر سرکاري ادارو کې کارونه هم کوي. مېرمن بهیر تر اوسه د ښځو په شاعرۍ ، نظم او نثر ۲۲ کتابونه هم چاپ کړي دي.د دې اونۍ په تاندې هیلې خپرونه کې فرخنده اسد له څوتنو افغانو مېرمنو لیکوالو سره خبرې کړي دي.