د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو بایزو ته د وسله والو ورتګ، له هغه ځایه ځيني خلک کډه کولو ته مجبور کړي دي


د نښتو له لاسه د مومندو کډوال شوي خلک - انځور له ارشیفه
د نښتو له لاسه د مومندو کډوال شوي خلک - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د مومند قبایلي ضلعې یو شمېر مشران وايي، د بایزو تحصیل ګڼو سیمو ته د وسلوالو ورتګ خلک پر کډو مجبور کړي دي.

دوی وايي، دې سیمې ته د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسلوال ورغلي دي چې له وجې یې یوشمېر کورنیو کډې کړې دي.

د سیمې یو مشر ملک زیارت ګل اتمر خېل د دیسمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې خلک نه غواړي د پخوا په څير وځپل شي. "خلک مخکې هم د جګړو له کبله کډوال شوي وو. اوس یو ځل بیا داسې حال راغلی چې خلک د خپلې راتلونکې په اړه ناامیده دي او کډوالۍ ته مجبور شوي دي."

بایزو مخکې هم د عملیاتو له امله زیانمنه شوې وه. هغلته په ۲۰۱۰ او بیا په ۲۰۱۲ کې پوځي عملیات "بریښنا اول" او "بریښنا دویم" شوي ول. د هغه عملیات له وجې هم په ډېر خلک کډوال شوي ول. وروسته د وسلوالو پر ضد د حکومت په مرسته امن لښکر جوړ شو. هغه مهال ډېرې کډوال شوي لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

د بایزو د کلیوال کونسل یو مشر ملک نور الله وایي چې چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې خطر نشته، خو بیا هم خلک وېرېدلي او خپلې سیمې پرېږدي.

بایزو د خلکو اصلي روزګار کرنه او له غرونو د مرمر کاڼو ویستل او پلورل دي. د سیمې مشران وایي که خلک کډوال شي نو د خپلو کورونو پر ځای به د کرای په کورونو کې په ژوند کولو مجبور شي او دا راز دوی به خپل روزګار هم له لاسه ورکړي.

د شندري سیمې یو مشر ملک صنوبر خان وایي، "تیرو وختونو کې هم موږ سخت زیانونه ولیدل. د خلکو کورونه چې وران شوي وو، په خپله یې بیا جوړ کړل. اوس حالات بیا خراب دي. موږ غوښتنه کوو چې حکومت دې سیمه له وسلوالو پاکه کړي."

مومند ضلع کې نېږدې پینځه لکه خلک ژوند کوي، دا ضلع په افغانستان کې دننګرهار ولایت سره لګېدلې ده چې هلته هم د مومند قام وګړي په ګن شمېر کې اباد دي. په ننګرهار کې لالپوره، ګوشته، مومند دره او نورو سیمو کې ګڼ مومندان مېشت دي. پخوا د سېمې خلکو ازاد تګ راتګ کاوه خو د ۲۰۱۶ز کال وروسته د پاکستان حکومت د خلکو د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ لازمي کړل چې ورسره تګ راتګ محدود شو.

د سیمې خلک وایي د افغانستان سره په تګ راتګ او سوداګرۍ بندیز وار د مخه د خلکو ژوند او کاروبارونه اغېمن کړي دي.

خو د پیښور ډویژن کمېشنر ریاض محسود د دیسمبر پر ۲۳مه وویل جې له امنیتي ادارو سره په اړیکه کې دي او د حالاتو د قابو کولو هڅې کوي. هغه وویل: "په مومند کې عمومًا حالات سم دي، خو ځینې ځایونه شته چې اندېښمن دي. موږ د جرګو له لارې د دې ستونزو د حل هڅه کوو."

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په یو شمېر نورو سیمو کې هم خلک د وسلوالو له فعالیت او ناامنیو سر ټکوي. خو صوبايي حکومت او امنیتي چارواکي وايي چې دوی د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG