د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ځوانان په امنیتي ځواکونو کې ګمارل کېږي


وزیراعظم لخوا د دې پوسټونو منظوري د مخکې نه لیویز او خاصه دار فورس لپاره منظور کړې شوې درې زره سیټونو نه علاوه ده.

د چارشنبې په ورځ وزیراعظم نواز شریف د بلوچستان ځوانانو لپاره په لیویز او خاصه دار فورس کې د درې نیم زرو سیټونو اعلان کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په وینا چې دا درې نیم زره پوسټونه بلوچستان کې امن و امان په ځایې ساتلو لپاره اعلان کړې شوې دې. دا پوسټونه به د قابلیت په بنیاد او د ضلعو په سطح ورکړې کیږي.

وزیراعظم لخوا د دې پوسټونو منظوري د مخکې نه لیویز او خاصه دار فورس لپاره منظور کړې شوې درې زره سیټونو نه علاوه ده.

واضحه دې وي د پاکستان هر وفاقي حکومت وخت په وخت د بلوچستان ترقې او ځوانانو لپاره د نوکریانو اعلان کوي.

یاده دې وي د پاکستان تیر وفاقي حکومت وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په کال ۲۰۰۱ کې بلوچستان لپاره شپږ فیصده د نوکرو کوټه په وفاقي محکمو کې اعلان کړې وه خو د کار پوهانو په وینا چې پخواني وزیراعظم له اړخه اعلان کړې شوې دا شپږ فیصده کوټه لا تراوسه نه ده عملي شوې.

هم دې لړ کې کویټه سره تعلق لرونکې پروفیسر امان ا شادیزې وایې چې حکومت له اړخه د دې پوسټونو اعلان یو ښه اقدام دې خو اصل مسله دا ده چې په وفاق کې د بلوچستان ځوانانو لپاره هغسي نوکریانې نشته کومې چې نورو صوبو له ورکړې شوې دي.

«د بلوچستان حق په مرکز کې زیات دې او خارجه چارو وزارت کې په څلورنیمزره پوسټونو کې د بلوچستان شپږ کسان هم نشته حالانکه دا درې یا درې نیم سوه جوړیږي . بلوچستان کې بې روزګاري په دې هم ده چې مرکز کې موږ ته نوکریانې نه راکړې کیږي. او اوس چې حکومت لخوا د کوم پوسټونو لیویز یا خاصه دار فورس لپاره اعلان اوکړې شو نو دا خو د خپل دفاع لپاره دي، دا پهیو لحاظ خو ښه دې خو چې مرکز کې نوکریانې نه راکوي نو دې په اړه مشکلات ډیر دی»

د سیاسي چارو کار پوه سید علي شاه وایې چې کال ۲۰۰۹ کې د هاغه وخت پیپلز ګوند حکومت د بلوچستان حقونو په اړه یو پیکج اعلان کړې وو د څه ترمخه چې د بلوچستان ځوانانو ته به په وفاقي ادارو کې روزګار ورکړې کیدو خو تراوسه پورې په دې عملدرامد په سمه توګه نه دې شوې.

د ده په وینا چې حکومت صرف اعلانات کوي.

،، په بلوچستان کې د بې روزګارې ، غربت او چې کومې سماجي مسلې دې د هغې د ختمولو لپاره وفاق داسي څه ګامونه نه دې اخسیتې. د دې صوبې امنیت د بې روزګارې ختمیدو او صحت و تعلیم سره سره تړل شوې دې نو زما پخیال که حکمراني صحیح شي نو دا هر څه به پخپله سم شي،،

د ذکر ده کله نه چې کال ۲۰۰۹ کې د بلوچستان حقونو په اړه د پیکج اعلان شوې وو نو نه صرف بلوچستان سره تعلق لرونکې کار پوهان بلکه سیاستوال هم شکایت لري چې د بلوچستان ترقې په حقله تندې سره په دغه پيکج عملدرامد نه دې شوې.

XS
SM
MD
LG