د لاسرسي ځای

تازه خبر

شتان مایر : پاکستان دې د افغانستان د سولې پروسه کې مرسته وکړي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان سولې د تامین په برخه کې خپله ونډه تر سره کړي.

فرانګ والتر شتاین مایر نن په کابل کې د افغانستان د بهرنیو له وزیر صلاح الدین رباني سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پرمهال له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د سولې د ټینګښت په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په دغه کنفرانس کې وویل چې دافغان سولې موضوع به سبا په پاکستان کې د هغه هیواد له چارواکو سره هم شریکه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د افغان سولې د ټینګښت په برخه کې د جرمني او نورو هیوادونو د هڅو ستاینه وکړه او هغه یې یو نیک اقدام وباله.

« کابل ته ډ ډاکټر شتاین مایر نننی سفر خورا مهم دی. دا د دواړو هیوادونو د اړیکو په غښتلي کولو کې مهم رول لوبوي. د افغانستان او المان ترمنځ د دوه اړخیزو مرستو د ژمنتیا لپاره هم دا سفر ډیر ګټور دی. »

د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې شتاین مایر له ولسمشر اشرف غني سره هم په دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي او ښاغلي غني ته یې د جرمني د سفر بلنه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG