د کډوالو ماشومانو اتله استاده عقیله اصفي
په پاکستان کې یوې افغان اوستاذي عقیله اصفي ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار لخوا نینسن ریفیوجي جایزه ورکړل شوه. هغې ته دغه جایزه د کډوالو ماشومانو نجونو لپاره په تعلیمي هڅو ورکړل کیږي. عقیله په کال ۱۹۹۶ کې په یوې خیمه کې ماشومانو نجونو ته زدکړې ورکول پیل کړې، په دغه وخت له هغې سره ۷۱ ماشومانې جینکۍ وې چې اوس دغه شمېره تر یو زرو اوښتې ده. هغه په ۱۹۹۲ کې پاکستان ته په کډه شوه، او د پنجاب په میانوالي کې کوټ چندانا کیمپ ته سره د خپلې کورنۍ راغله. له دغې وړاندې هغه په کابل او کندهار کې معلمه وه. عقیله وایي دا غواړي هر افغان ماشوم که هلک وي او که جینۍ سکول ته لاړ شي. د دې پروګرام جوړونکې فرخنده اسد ده.
برخې
-
دسمبر ۰۷, ۲۰۲۴
ښځې څنګه د قانون له لارې په وراثت کې خپل حق ترلاسه کولای شي؟
-
جنوري ۳۱, ۲۰۲۴
په انتخاباتو کې د ښځینه رایه ورکونکو څومره اهمیت دی؟
-
نومبر ۱۷, ۲۰۲۳
ګېلپ: افغان مېرمنې غیر یقیني او تورتم راتلونکی لري
-
سپټمبر ۱۶, ۲۰۲۳
ګلناز وايي، ورور یې له ۱۵ کالو راهیسې ورک دی
-
اګست ۰۵, ۲۰۲۳
ماشوم ته د مور شودې ورکول څومره ارزښت لري؟