په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې په زرګونو تعلیمي ادارې د بنیادي اسانتیاؤ نه بې برخې دي او په سلګونو نورې نړیدلی پرتې دي د اولسمشر اوباما میرمنې میشل اوباما پاکستان کې د جینکو د تعلیم د ودې لپاره د اویا میلنه ډالره مالي مرستو اعلان کړی. نړیوالې مرستې چېرته خرڅ کیږي؟
د زیارت په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته د وینا په وخت د اولسمشر اوباما میرمن مشل اوباما پاکستان کې د جینکو د تعلیم د ودې لپاره د اویا ملینه ډالرو د مرستې اعلان اوکړو.
؛پریږدۍ چې جینکۍ زده کړې اوکړي؛ تر پروژې لاندې به دا مالي پانګې د امریکا مرستندویه ادارې یو اېس اېډ تر سیوري لاندې له لسو څخه تر نولسو کالو د عمر جینکو په زده کړو لګېږي.
خو په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د امنیت خرابې وضعې او غیر سرکاري ادارو ته د کاراجازت نه ورکولو له کبله د تعلیم د ودې یو شمېر منصوبې نیمګړې پرتې دي.
د خېبر پښتونخوا د تعلیم وزیر عاطف خان وايي ـــ دا وخت په صوبه کې د یو اېس اېډ له خوا د تعلیم پر یوه پروژه د مرستندویه ادارې او حکومت تر مینځ د اتفاق نه راتلو له کبله کار نه کیږي.
خبریال او د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي ــــ پاکستان کې د اداري فساد له کبله ـــــــ د نړیوالو مرستو لویه برخه په لاره کې ورکه شي او دغه شان د تعلیم او پرمختیا یو شمېر منصوبې له ستونځو سره مخامخې شي. نړیوالې مرستې چېرته ځي؟ په دغه اړه اکرام هوتي وايي د نړیوالو ادارو نه ترلاسه شوو پانګو له اویا څخه تر اتیا فیصده برخه په انتظامي چارو کې لګېږي. نوموړی زیاتوي سیاستدانان، حکومتي چارواکي او پوځیان پیسې یا په ټېکو کې پټوي او یا د بهر هېوادونو نه په راغلي امداد کې.
د یادونې وړ ده چې ددې نه وړاندې هم ـــ د پاکستان په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې د جینکو د ورانو شوو سکولونو د بیا جوړولو او تعلیمي ادارو د اسانتیاؤ ورکولو لپاره د یو شمېر نړیوالو ادارو او حکومتونو له خوا د مالي مرستو اعلانونه شوي ــــــــ خو پر ډېرو موقعو دا مرستې هغو سیمو ته نه دي رسېدلي چې ډیر ضرورت لري.