د زلزلې په صورت کې خلک څه ډول احتیاط کولای شي؟
په پاکستان او افغانستان کې راغلې زلزلې مرګ ژوبله اړولې ده. پر رېښتر پیمانې د دې زلزلې زور ۷،۵ وو نو د زلزلو زور څه مانا لري؟ له دې سره سره اوس د نورو وړو زلزلو د راتګ په صورت کې خلک څه ډول احتیاط کولای شي، دا او نورې پوښتنې مو په امریکا کې له ځمکپوه او څېړونکي ډاکتر عاصم یوسفزي سره څېړلې دي.