د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آسیا زړه هېوادونه ټول باثباته افغانستان غواړي


 اسلام اباد د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او او دامنیت او بهرنیو چارو لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړي سلاکار سرتاج عزیز خبري غونډه.
اسلام اباد د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او او دامنیت او بهرنیو چارو لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړي سلاکار سرتاج عزیز خبري غونډه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، «په دې اورېدولو خوشاله یم چې غړو هېوادونو د افغانستان پرمختګ کې د زړه له کومې ژمنتیا ښودلې»

د آسیا زړه استنبول بهیر پنځمې غونډې په پای کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او دامنیت او بهرنیو چارو لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړي سلاکار سرتاج عزیز په ګډه خبري ناسته کې د اسلام اباد اعلامیې هرکلی وکړ چې غړیو هېوادونو د سیمه ییز ثبات، سولې، د ترهه ګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې او د اقتصادي همکارۍ ژمنیتاوې تکرار کړې چې د دوی دواړو په خبره، پراخې ګټې به ولري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، په هېواد کې یې د بهرنیو اېتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد امنیتي چارې افغان ملي ځواکونو ته سپارل یوه ستره بریا وه. دا ډېره مهمه ده چې د ناټو ځواکونو له وتلو پس د آسیا زړه هېوادونهد افغانستان په ټېکاو او پرمختیا کې په مثبته توګه ښکېل دي.

نوموړي وویل، د سیمې هېوادونه په خپلو کې سره نښلول د آسیا زړه هېوادونه لومړۍ موخه ده او دا هغه څه دي چې افغانستان یې غواړي.

ښاغلي رباني وویل، «په دې اورېدولو خوشاله یم چې غړو هېوادونو د افغانستان پرمختګ کې د زړه له کومې ژمنتیا ښودلې»

ده وویل، د برسلز کنفرانس چې له افغانستان سره د پایداره پرمختیايي مرستو ژمنیتا تازه کولو په نیت شوې وه، له افغانستانه سره د لېږدونکې/انتقالي لسیزې په لړ کې زښته ډېره مرسته کولای شي.

نوموړي د آسیا زړه هېوادونو پر غړیو ږغ وکړ چې د افغانستان پرمختايي مرستو ته ورودانګي.

ښاغلي رباني وویل، د سیمه ییزې همکارۍ په موخه د یوه کنفرانس وربللو نیت لري او پر ټولو غړیو هېوادونو یې غږ وکړ چې په دغه غونډه کې خپله مرسته او ګډون وښيي. او په بدل کې د افغانستان حکومت ډاډ ورکوي چې د لانورو اصلاحاتو پلي کولو لپاره لاره برابروي. او په خبره یې چې د ښه حکومتداري، د قانون واکمني، اصلاحات او د درغلۍ ضد ګامونه اخیستو لپاره به خپلې ژمنې او هڅې جاري ساتي.

نوموړي د خبري غونډې پر مهال زیاته کړه چې اوس یې وخت دی، ځینې ځانګړي اقدامات وشي. د ده په خبره [ګډه امنیتي تګلاره به مو موخې ته ورسوي.] ده وویل، دې موخې ته د رسېدو لپاره باید له تېخنیکي پلوه باید کار وشي،خو تر ټولو لومړی باید کړنلاره او پليکېدل وڅېړل شي. خبرې اترې او شخړیز هواری د اسیا زړه کنفرانس اړینه برخه ده. د اسیا زړه ټول هېوادونه باید یوه سوله ییز جوړجاړي ته د رسېدو لاره هواره کړي. د ترهه ګرۍ پر وړاندې باید کوټلي ګامونه واخیستل شي. پیلی/منظم جنایت، د نشيي توکیو قاچاق، او د مخدره توکیو مخنیوي هڅې باید لا پیاوړې کړل شي.

د ښاغلي رباني په خبره «په ریښتیا د ننني کنفرانس لویه لاسته راوړنه دا ده چې د اړوند لوریو ترمنځ د لوړکچې چارواکو غونډه به په نژدې راتلونکې کې جوړېږي چې پکې د امنیت او ترهه ګرۍ ضد ګامونو په باب به خبرې اترې کېږی.»

د امنیت او بهرنیو چارو لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړي سلاکار سرتاج عزیز خبري غونډې ته وویل، د استانبول بهیر پنځمې غونډې کې دې پایلې ته رسېدلي دي چې سږ کال به د آسیا زړه هېوادونه په ګډه د پرمختیا، سولې او ټېکاو لپاره کار کوي.

نوموړي وویل، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د غونډې په نننۍ وینا کې پر دې ټینګار وکړ چې امنیت او پرمختیا له یو بل سره تړلې ده. اقتصادي پرمختیا د خوندي او پرامنه چاپېریال پرته نشي ترلاسه کېدلای. نو په سیمه کې د خوندي امنیت فضا رامنځته کولو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده. [چې خپلو ولسونو ته یو ښه سباون جوړ کړو. له تېرو څو کلونو راهیسې ترهه ګري زموږ د سیمه ییز امنیت او ټېکاو پر وړاندې یو پرله پسې ګواښ راڅېرمه کړی وو. د آسیا زړه هېوادونو په دوامداره توګه خپله ژمنتیا بیا تکرار کړه چې د ترهه ګرۍپر ضد به له بشپړې ولولې سره مبارزه کوي.]

نوموړي وویل، پاکستان تل په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتونکی دی. ځکه چې باثباته افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی. پاکستان د افغانستان په مشرۍ د افغانانو د سولې بهیر پوره ملاتړی دی. او [موږ به هڅه کوو] چې د خبرو اترو په ټپه ولاړ بهیر بیا پیل شي.

سرتاج عزیز د اسیا زړه کنفرانس کې پر اسلام اباد اعلامیې خوښي وښودله چې د سیمې د ثبات، پرمختیا او د ترهه ګرۍ ځپلو لپاره یې خپله بشپړه ژمنتیا وښودله. په اعلامیه کې د آسیا زړه هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزه اړیکو او اقتصادي همکارۍ پر لا پراختیا ټینګار شوی دی.

نوموړي وویل دا اوس د آسیا زړه غړیو هېوادونو مسولیت دی چې پر خپلو کړو ژمنو لاسپورې کړي.

XS
SM
MD
LG