د قبایلي سیمو لوی سیاسي اتحاد « فاټا ګرينډ ایلاینس » مشرانو یو وار بیا پر دې خبرې ټینګار وکړ چې دوی په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملېدل نه غواړي. دوی د دسمبر په نولسمه پېښور کې سره راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې خپل قبایلي حیثت برقرار ساتل غواړي.
په دې موقع د پاکستان پخواني مرکزي وزیر او قبایلي مشر حمیدالله جان اپریدي وویل :
« قبایلي مشرانو هغه بل رد کړی چې د قومي اسمبلۍ سکرټریټ کې د فاټا د استازو لخوا وړاندې شوی او پکې غوښتنه شوېده چې قبایلي سیمې دې په پښتونخواصوبه کې شاملې شي او یا دې هم د پښتونخوا صوبې ترواک لاندې وي او د « پاټا » حیثیت دې ورته ورکړل شي. قبایل ځان له خپل نظام غواړي، دې ته که منتخب کونسل وایې او که ازاده صوبه. »
د شمالي وزیرستان ملک خان مرجان په دې موقع وویل چې دوی ځان له منتخب کونسل او په ایف سي ار قانون کې ترمیم غواړي. نوموړي همدارنګه غوښتنه وکړه چې حکومت دې اول له قبایلي سیمو بې کوره شوي خلک خپلو سیمو ته ولیږي، حجرې ، جوماتونه دې اباد کړي، بازارونه دې پرانیزي چې کله ژوند معمول ته راغلو نو بیا دې د بدلونونو او ترامیمو خبرې وشي.
قبایل ځان له خپل نظام غواړي، دې ته که منتخب کونسل وایې او که ازاده صوبه ؟حمیدالله جان اپریدی
بل پلو په پارلیمان کې د فاټا غړي، د سیاسي ګوندونو مشران او د قبایلي وکیلانو تنظیم بیا غواړي چې د قبایلي سیمو موجوده اییني حیثیت دې زر تر زره بدل او دغه سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړای شي. دوی د قومي اسمبلۍ په سکرټریټ کې یو بل هم وړاندې کړی چې تر اوڅه د بحث لپاره نه دی منظور شوی.
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ددې موضوع د غوره حل د موندلو لپاره یوه پنځه کسیزه کمیټي هم ټاکلې ده چې د قبایلي مشرانو سره وخت په وخت ګوري او په دې اړوند د حل لارې د موندلو هڅه کوي.