اویا کلن بشیر بلور د بلور کورنۍ یو له هغه غړیو وو چې د باچاخان له ولسي غورځنګ سره په یوځای کېدو د خپل ژوندانه تر وروستۍ سلګۍ یې خپله سیاسي مبارزه جاري وساتله.
هغه پېښور د خپل زېږون زانګو او پښتونخوا یې خپله مورنۍ پلرنۍ خاوره بلله ځکه خو یې د دغه خاورې د امن او سوکالۍ لپاره پر خپل سر هم صرفه ونکړه.
هغه د عوامي نېشنل ګوند پېښور یو هسک سر وو چې په نسکورېدو سره یې دغه ګوند ته نه جبرانېدونکی زیان ورسېدلو. د هغه تشه د ۲۰۱۳م کال په ټولټاکنو کې په پېښور کې تر ډېره محسوسه شوله.
بلور به تر وسه وسه په لره بره پښتونخوا کې د ترهه ګرۍ په را ـ الوتې ناتار او سیلۍ کې ډېر پېښو ته په خپله ځان رساوه، چې د ده په خبره په ورتلو سره یې موخه دا وه چې د خلکو له مغزو ویره ترهه وباسي.
نوموړی یو له هغه مخکښانو وو چې د ده په اند که له [وسله والو] سره سوله وشي نو ښايي پښتونخوا به د امن کورکۍ شي او د دې لپاره یې د ملاکنډ چکدرې ته هم چکر ولګاوه. خو د سولې ناکامه هلوځلو دی له خپلې لارې ونه ګرځولی او بیا بیا به د خپل ولس تر څنګ د هغوی په هر ویر او غم کې ولاړ وو. هغوی ته به یې ډاډګېرنې ورکولې. او د اوراښاد دغه کمی د هغه تر مرګ (۲۲دسمبر ۲۰۱۲م) دوه کاله وروسته د ۲۰۱۴م پر ۱۶ م دسمبر په پېښور کې پر یوه ښوونځي د یوه لوی خونړي برید پر مهال ولیدل شو چې پکې لسګونه ماشومان او یو شمېر استادان ووژل شول.
بلور که یو لوري د ترهه ګرۍ خونړیو څپو ته په ټینګه ولاړ وو نو بلخوا په سیاسي جهدوجهد کې هم ترشا نه دی پاته شوی. هغه که د ذوالفقار علي بوټو په وزیراعظمۍ کې د حیدراباد ټریبوینل وو، یا د جنرل ضیاء الحق مارشلايي دوره وه، خپله ونډه مبارزه په هر سیاسي ډګر کې کړې وه.
د بشیر بلور زوی هارون بلور وايي، یو ځل چې یې پلار په پېښور کې له یوه ځانمرګي بریده روغ ووت نو یې خپلې مېرمنې [زما مور] ته په وصیت کې وویل، ګورئ، ”که هر کله په شا کې ډزو لګېدلی وم نو د مرګ پر وخت مې مخ ونه وینئ“