د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د افغانستان پارلمان ودانۍ ته د غونډې مهال وویل، چې اته سوه کاله وړاندې د دې خاورې یو وتلي زوی، د بشري تاریخ یو له نوموتیو شاعرانو، جلال الدین بلخي، لیکلي ول، خپل ږغ/غږ مه جګوئ بلکې خپلو تورویو او لفظونو ته زور ورکوئ، دا تنا او تندر نه بلکې باران دی چې ګلونه غوړوي. همدا د دې ځلانده خاورې او ستر ولس پوهه ده.
دا یو داسې خاوره ده چې له خپلې ښکلا او شاعرۍ، له ننګ او پته، له ویاړ او سخاوته یې تلپاتې هستۍ زېږولې دي، دا یو داسې ولس دی چې په ملګرتیا کې دې ټینګ په غېږ کې نیسي خو د خپلې ازادۍ لپاره په کلک هوډ جنګېږي.
دا پېړۍ ستر افغان ولس د خپل هوډ او مېړانې یوه خیالوره مبارزه وکړه، دوی خپل راتلونکې ته په توپک او تاوتریخوالي نه بلکې په رایه او خبرو بڼه ورکوي.
د جرګو له دود سره پیوند دغه هېواد د ولسواکۍ پر لار تلل غوره کړل. پر دې لار د تلو پیرزوینې هغه بې نومه افغانانو ته وړاندې کوو چې د خپل راتلونکې لپاره یې سرښندنې کړې. دا پیرزوینې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي مشرتابه ته وړاندې کوم چې په خپله پوهه او هوډ یې خپل ولس د نهیلۍ له شپو ورځو د امید راتلونکې ته رهبري کړ.
د ولسمشر غني او اجراییه رییس لیدلوری او رهبري هغه څه دي چې له یوې سترې حب الوطنۍ سرچینه اخلي.
وزیر اعظم نرېندرا مودي د افغان پارلمان پرانستونکې غونډې برخوالو ته وویل، په هند کې ستاسو د ۱.۲۵ میلیارده دوستانو په استازیتوب، ستاسو لاسته راوړنې ستایم، ستاسو د ملګرتیا د درناوي په خاطر او ستاسو له راتلونکې سره د پیوستون لپاره دلته ولاړ یم.
نوموړي د افغان حکومت مننه وکړه چې د هند د یوه لوی سیاستوال اټل بهاري واجپايي د کالیزې په ورځ یې د پارلمان پرانستنې ورځ ټاکلې او د هغه [اتل] په نامه یې یو ودانۍ نومولې ده.
ده وویل چې اتل د پښتو او هندۍ ژبې ګډ ټکی دی چې تاسو یې د قهرمان لپاره کاروی او موږ یې د هوډمن لپاره.
مودي وویل، د هند او افغانستان اړیکې دومره لرغونې دي لکه تاریخ، پر دنګ هندوکش او له خېبر درې، د مذهبي لارویانو، سوداګرو، او واکمنانانو د علماو او کلتور، مذهبونو، کاروبار او بادشاهت له لارې موږ له یو بل سره وتړل شول.
د تاریخ په دې بهیر کې موږ یومهال یو اوسېدلي وو. یو وخت مو جنګونه لیدلي دي. خو په دغه اوږده بهیر کې موږ یو بل پیاوړی کړی دی.
په اینک او بامیانو کې بې شانه بدهايي نمونې او د ډيلی زړه راکښوونکي غرونه، زموږ په کلتور کې، فن او هنر کې، په مذهب او ادبیاتو کې، په خوړو او مېلو کې، موږ د خپلو بې ــ شانه او بې پایه اړیکو نښې وینو.
موږ له لرغوني افغانستانه د ګندهاري مهابهارتا د ستر کردار په سوغات نازول شوي یو.
د موریا امپراتورۍ یا د شېرشاه سوري په لاسته راوړنو کې موږ خپل پیوستون وینو چې غواړو بیرته یې راژوندی کړو.
په ډيلې کې یو افغان پاچا احمدشاه درانی د خپلو دنګو غرونو په ارمان کې شعر لیکي، چې وايي:
د ډیلي تخت هېرومه چې په را په یاد کړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
خو د هر هندي او افغان په زړه کې، د یو بل لپاره نه شلېدونکې مینه ده. موږ د یو بل د کلتور او سېنیما، موسیقۍ او شاعرۍ، خوړو او مېلو مېنوال یو، اوس موږ د یو بل کرکټ هم ستایو.
موږ پر دې ویاړو چې افغانان، د زدکړو، روغتیا او د خپلې کورنۍ لپاره هند یو طبعي منزل بولي.
هندیانو ته د خپلې ازادۍ په مبارزه کې د افغانانو مرسته یاده ده، او پتېره د خان عبدالغفار خان ونډه، چې په سرحدي ګاندي یادېدو. موږ د تاریخ هغه مهمې نښې لرو، چې پوره یو سل کاله وړاندې، مهاراجا مهیندرا پرتاب او مولانا برکت الله، لومړی هندی جلاوطنه ــ حکومت په کابل کې جوړ کړ.
شاه امان الله خان یوځل مهاراجا ته وویل چې تر څو هند نه وي خپلواکه شوی تر هغو افغانستان ریښتونې ازادي نشي لیدلای.
ګرانو غړیوو همدا زموږ ترمنځ د ورولۍ جذبه وه. موږ چې کله په نوې پېړۍ کې نوی سفر پیل کړ، نو موږ له تاسو سره څنګ تر څنګ په درېدو او تلو ویاړو.
موږ د ملګرتیا په مټ کلیوالو ټولنو ته ښوونځي، وړوکی اوبه خور، روغتیايي مرکزونه، د ماشومانو لپاره خېرښېګړه او د ښځو لپاره فرصتونه برابر کړل.
موږ په ګډه لویې لارې جوړې کړې چې سیمې یې سره نژدې کړې. برېښناکوټونه او برېښنايي مزي مو وغزول چې افغان کورونه یې په رڼا کړل. سټېلایت اړیکو له افغان ولس سره د تعلیم، طبي مشورو او رابطو په برخه کې مرسته وکړه.
موږ د افغان ځواکونو د لا ګړندیتوب په برخه کې مرسته کوو.موږ په ګډه ادارې جوړو چې د افغانستان کرهڼه او معدن رغولو کې مرسته وکړو. په کابل کې مو عصري روغتیايي مرکز جوړ کړی دی.
د افغان ولس د بشري وړتیا او سرچینو زیاتولو په برخه کې مرسته کوو. هېڅ یو هېواد د باسواده مسلکي هنر لرونکي ځوان کهول پرته پرمختګ نشي کولی.
له سلما بنده به ډېر زغرده د اوبو بهېدلو بهیر پیل شي. په هند کې د زدکړو لپاره افغان زدکوونکو ته هرکال تر یو زر پورې برسونه (وظیفې) به تر راتلونکیو کلونو دوام ولري.
نرېندرا مودي وویل، زه نن هغه افغان یتیم ماشومانو ته د ۵۰۰ بورسونو اعلان کوم چې پلرونه یې د افغان ولس د دفاع په سنګر کې شهیدان شوي دي. موږ تل له ګواښونو سره مخامخ یو، خو ستاسو په منځ کې خپلخان خوندي احساسوو. هر افغان چې د خپلو هندي مېلمنو د خوندیتوب لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي یا یې بایلي، زه هغوی ته د هند له لوري بې کچه مننه وایم.
ځینې کسان شته چې موږ دلته نه غواړي. ځینې شته چې زموږ د شتون پر وړاندې کرغېړنې موخې لري. ځینې نور بیا زموږ او ستاسو ملګرتیا ناکراره کړي دي. ځینې هڅه کوي چې زموږ اړیکې له منځه یوسي. خو موږ به تل له تاسو سره و اوسو. د دې لپاره چې تاسو پر موږ اعتماد کړی دی. او تاسو زموږ د ملګرتیا ګټه لیدلې ده.
تاسو موږ د خپلو کړنو پر بنسټ ازمویلي یو. تاسو پوهېږی چې هند دلته له تاسو سره لاسکولو او مرستو ته راغلی دی، نه د سیالۍ کولو لپاره. موږ د راتلونکې بنسټ ښودلو ته راغلي یو نه د جګړې لمبې بلولو ته، موږ ژوند رغولو ته راغلي یو نه ولس ورانولو ته. تاسو خبر یاست چې هندیان او افغانان تل له یو بل سره ترڅنګ درېدلې نه د یو بل پرضد.
تاسو د تاریخ پر څلورلاره یاست، ستاسو تاریخ موږ ته راښيي چې تاسو کله هم هېچا ته اجازه نه ده ورکړې چې خاوره مو به د بل پروړاندې د سیالۍ ډګر وګرځي یا د بل پروړاندې په دغه خاوره کې خپلې موخې ترلاسه کړي.
د افغان ولس ننګ او مېړانه ستر خوشال خټک هم بیان کړې چې وايي، د خپل ولس په ننګ ولاړ یم.
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم
موږ له افغان ولس سره د سولې، سوکالۍ او بیا رغونې په برخه کې تل ژمن یو چې سیمه ټېکاو او ثبات ومومي.
تاسو پوهېږي چې د افغانستان بریالیتوب د خپلو ګاونډيانو همکارۍ او مرستې ته اړتیا لري. موږ ټولو، هند، پاکستان، ایران او نورو ته پکار ده چې د خپل ګډ منزل پېژندګلو او رسېدو لپاره یو موټي، باوري او همکاره واوسو.
که افغانستان د سولې جنت وګرځي، او پر یو داسې مرکز بدل شي چې ایډیاګانې (اندونه او خیالونه)، اقتصاد، سوداګري، انرژي او پانګونه ورته راماته شي نو موږ ټول به ترې برخمن شو.
همدغه وجه ده موږ پر دې کار کوو چې د ايران د چابهار په ګډون د ځمکنیو او سمندرې لارو ستاسې رابطې زياتې کړو.
همدغه وجه ده زه هيله لرم، چې پاکستان به د جنوبي اسيا او افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو ترمنځ يو پل جوړ شي.
زه اميد لرم هغه ورځ به ډېر زر راشي چې د منځنۍ اسیا د توانايي په وسيله به په دې سيمه کې سوکالی راشي. او همداراز کابليواله ناول به ډېر په آسانه يو ځل بيا مخې ته راشي چې دارنګ د هندوستانيانو زړونه وګټي. کله به وي چې موږ به په هند کې د افغانستان له ميو خوند واخلو او افغانان به د خپلې خوښې په هندي مصنوعاتو غټ رقم نه مصرفوي. که تاريخ ته وکتل شي نو همدغسې هرڅه وو او بايد چې دغه د راتلونکې تګلاره وي.
که څه هم افغانان د خپل قام په دفاع بوخت دي خو دوی به هله سرلوړي کېږي چې کله د ترهه ګرو ځالې له منځه يووړل شي، پر پولو د ترهه ګرو د تګ راتګ مخه ونيول شي او جنګ نور د اقتصاد وسيله پاتې نه شي.
د ترهه ګرۍ او تشدد په وسيله د افغانستان راتلونکې نشې ټاکل کېدلای بلکې افغانان به خپل مستقبل په خپله خوښه ټاکې. په افغانستان کې لګېدلې اور به د دې هيواد په پولو کې نه پاتېکېږي.
افغانان دومره پوهه لري چې له خپلو ګاونډيانو سره په امن کې ژوند وکړي خو دومره جرت هم لري چې د خپلې خپلواکۍ دفاع وکړي. او بايد چې افغانان خپلو کې سره هم په امن کې ژوند وکړي. د کابل دريا کې ډېره وينه وبهېده او يو شمېر خونړيو پيښو د غرونو په څوکو تيارې وغوړولې. دې جګړو ډېر خوبونه تالا ترغه کړل. تاسې پښتون، ازبک، تاجک، هزاره، مسلمان او هندوان کېدای شي خو تاسې وياړلي افغانان یاست چې د يو افغان قام په حېث ژوند وکړی.
کېدای شي تاسو د مذهب يا شناخت په نامه جنګېدلي ياست خو اوس وخت راغلی چې ټول افغانان په سوله کې يو ځای ژوند سره وکړي. څرنګه چې يو پوه افغان ويلي، که تريخ تخم لرونکې ونه په کوچو او شاتو اوبه هم کړې خو بيا به يې هم مېوه ترخه وه. تاسو اجتماعيت او د متفرقو عقيدو ته د احترام ځلانده دود لرئ. هغه څوک چې له دباندې جنګ کول غواړي بايد دغه ودانۍ او دغه تالار ته لاره پيدا کړي. هغه څوک چې د ټوپک له لارې مځکه غواړي، بايد د انتخاباتو له لارې واک ته ځان ورسوي. هغه چا چې کورونه يې وران کړي بايد خپل ملت بېرته ورغوي، ځکه دغه ستاسو مځکه او ستاسو خلک دي. دا هر څه تاسو بايد پخپله خوښه، خپله روحيه او له خپل طريقه وکړئ، نه چې د نورو په خوښه او د نورو له لارې.
او کله چې افغانستان د خپل راتلونکي مسوليت په غاړه واخلي نو بايد ټوله نړۍ يې تر شا ودريږي. موږ بايد په هر وخت د افغانستان ملاتړ وکړو ځکه چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ نوې ورېځې په داسې حال کې پر راپورته کېدو دي چې هغو پخوانيو لا آسمان تور ساتلی دی. او بل دا چې افغانان يوازې د خپل راتلونکې لپاره نه جنګېږي بلکې زموږ ټولو لپاره او د يوې خوندي نړۍ لپاره ولاړ دي. نړۍ به هغه وخت يو ښه ځای وګرځي کله چې موږ د افغانانو له ريښتنې شتمني، ګڼ ـــ کلتورتوب، او بډای میراثتجربه نه کړو.
اوس وخت راغلی چې افغانان ، د سیمې ټول خلک او ټوله نړۍ سره را غونډ شي.قربانۍ باید ضایع نشي. د هیلو ډیوه باید مړه نشي. هره نجلۍ چې نړۍ ته راځي باید په تیاره کې ونه ساتل شي بلکې موقعې ورکړل شي. هېڅ بچی باید له داسې حالت سره مخامخ نشي چې مخې ته یې یوازې د ټوپک او یا کډوالۍ لاره غوره کول پرته وي. هېڅ مور باید د ماشوم له زېږولو و نه وېرېږي. هېڅ مشر باید له دې کبله ورور و نه بایلي چې ولې د افغانانو لپاره د دوستانو په ټاکلو کې ازادي غواړي. هېڅوک باید په جومات کې د عبادت پر وخت د مذهب پر نامه و نه وژل شي. هېڅ مشر باید داسې فکر ونه کړي چې د لمسیو راتلونکې به یې هم داسې وي لکه په جګړه کې د بایللو بچیو. د افغانستان ټول ځوانان باید داسې راتلونکې ولري چې د آی ټي مانا انفارمېشن ټکنالوژي وي بلکې انټرنېشنل ټررزم نه وي. افغان ځوانان هم د یوویشتمې پېړۍ پر موقعو داسې حق لري لکه د نورې نړۍ ځوانان چې یې لري. هند په پوره توګه دا احساسوي. ستاسو درد زموږ درد دی. ستاسو خوبونه زموږ مسوولیت دی. ستاسو قوت زموږ باور دی. ستاسو حوصله زموږ الهام دی. یانې ستاسو ملګرتیا زموږ ویاړ دی.
د هندي سېنیما یو د ترټولو وتلی کردار، په شېرخان فلم کې په سندره کې وايي،
یاري هې ایمان میرا
یار میري زندګي
ملګرتیا مې اېمان او ملګری مې ژوند دی. ملګرتیا زما عقیده ده او ملګری زما ژوند دی. دا د افغان او هندي وګریو مذهب دی.
زه باور لرم چې هیله به ستاسو کورونو ته بیرته راشي. ستاسو ښوونځيو ته به خندا راــ وګرځي، کوڅې به مو ژوندۍ شي، ښارونه به مو خوشاله شي، په ټولنه کې به مو یووالی راشي او قام ته به مو امن درشي.
د دې سفر په هره شېبه کې به هند له تاسو سره ولاړ وي.
له تاسو مننه. د دغه درناوي لپاره ستاسو یو وارې بیا مننه کوم.
ژباړه: قاسم خان مندوخېل