نن زه د یو عجیبه احساس سره مخ یم ـــــــــ دا احساس ما د مالاکنډ په غرونو پورې باسي او د سوات ښایستونو ته مې ورسوي ... زه په لاره د پښتنو د یوسفزو قبیلې د مشر ملک احمد په مزار راتیر شم ... د بریکوټ نه بره د شنکردار سټوپې مخې ته اودریږم ... زه ددغو کنډرونو او قبرونو په ړنګو شوو دیوالونو او خړو خاورو کې د خپل ورک شوي تاریخ نښې نښانې ګورم ....... په ځان پسې ګرزم!
زه په جهان اباد کې د بدها وران شوي مخ ته وګورم او ماته په کې د یو خوا د ملالې وران شوې مخ ښکاره شي او بل خوا د خپلې ټولنې.. د ریاست پاکستان د ستراتیجیکي ګټو جنګ یوازې تعمیرونه نه دي ړنګ کړي، ښوونځي يي نه دي برباد کړی ... زمونږ د اولسي او کلتوري ژوند بنیادونه يي هم نړولي دي ... یوازې خلک يي نه دي وژلي د اولس جذبه او وجدان يي هم وژلې دی.
په سوات کې د Awakeningپه نوم د یوې مدني ټولنې څیړنه وايي چې په دغه سیمه کې په ۲۰۱۵ م کال کې یو شپیته ښځې د غیرت په نوم وژل شوي دي ، یو سل یو شپیته ښځو/جینکو د ځان د وژلو هڅه کړیده، پینځه ښځې تختول شوي دي په دوه سوه پنځوس ښځو په کور کې د خاوند او خپلو خپلوانو له خوا تشدد شوې دی ، او د پنځلسو ښځو عزتونو ته لاس وراچول شوې دی. په سوره کې د ښځو ورکول او یا د ښځو خرڅول ځان له یوه دردونکې موضوع ده.
په سوات کې د ښځو د حقونو فعالین وايي جنګ د خلکو اقتصاد ټوټې ټوټې کړیدې ، او ډیر غریبان خلک مجبوره دي چې خپلې خویندې لوڼه د پیسو په بدل کې د نورو صوبو داسې خلکو له ورکړي چې نه يي پیژني ، وروستو یا خو دا ښځې ورکې شي او یا ډیر د بېوسۍ او زړه چاؤدون سره ژوند تیروي.
پرون دا ښځه ملا د مذهب په نوم د ذده کړو نه بې برخې کړه، په کور کې يي زنداني کړه او د جنت په نوم يي ترې کالي پتري واخستل او نن د خپل رور ، پلار او خاوند د لاسه په وینو اولمبیده... دا ښځه چې د پښتون د ننګ او غیرت شمله وه ... نن د روایت په دار اوځنګیده ... دا ښځه څومره بدبخته ده؟
کیدې شي وران شوي کورونه او ګودرونه بیا جوړ شي خو فکر نه کوم چې وران شوي زړونه بیا جوړ شي.
بیا به د کلي په مینځ نه ځم
د مامونۍ د سر قاتل به په کې وينه