د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي او ايران ته د پاکستاني وزيراعظم سفرونه

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف نن [سېشنبې] تهران ته تر رسېدو وروسته له ايراني ولسمشر حسن روحاني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي او ورسره د تهران او رياض پر ترېنګلو اړيکو غږېدلی دی.

تر دې وړاندې نواز شريف د دوشنبې په ورځ د رياض د سفر پر مهال له سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره هم پر دې موضوع خبرې کړي وې.

د سفر موخه د ايران او سعودي عربستان ترمنځ رامنځ ته شوی کړکېچ کمول ده. لاندې انځورونه د پاکستاني وزيراعظم د دفتر لخوا رالېږل شوي دي.

XS
SM
MD
LG