د افغان حکومت د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن د يکشنبې په ورځ آزادۍ راډيو ته ويلي چې که څه هم د سولې مخامخ خبرې ځنډیدلي دي خو لا هم هیله شته چې د سياسي روغې جوړې لپاره مذاکرات ترسره شي.
نوموړي همدا راز د حزب اسلامي ګوند د هغه رپورټ شوي اعلان هرکلی وکړ چې د سولې خبرو کې د ګډون هيله پکې ښودل شوي ده.
فیصل زیاته کړه: ((د مخامخ خبرو لپاره د څلور اړخیزې همغږۍ ګروپ د کار مطابق دا ګروپ هڅه کوي چې د غونډې د پریکړې په اساس د افغان حکومت او وسله والو ډلو د باصلاحیته استازېو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شي. موږ هیله من یو چې دوی په خپل کار کې وتوانیږي چې بلآخره د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي. ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند له خوا د خبرو لپاره د تيارۍ ښودل یو ښه ګام او دې لړ کې د پرمختګ په لوري یو ښه پيل دی.))
د حزب اسلامي ګوند له خوا د خبرو لپاره د تيارۍ ښودل یو ښه ګام او دې لړ کې د پرمختګ په لوري یو ښه پيل دی.جاويد فیصل
افغان چارواکو وروسته له هغې نورې مخالفې ډلې هم د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره هڅولې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په یوه بیان کې د سولې په خبرو کې د ګډون چمتووالی وښود.
دې ډلې که څه هم بهرنیان د جګړې په دوام تورن کړي خو ویلي یې دي چې د سولې په خبرو کې یې د ګډون هدف دا دی چې دوی د سولې لیوالتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو ويلي وو چې د سولې په خبرو کې تر هغې ګډون نه کوي چې بنديان يې خلاص شوي نه وي، نومونه يې د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه ويستل شوي نه وي او بهرني پوځيان له افغانستانه ونه وځي. په همدې حال کې د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي وو چې طالبان بايد خپل شرطونه د مذاکراتو پر مېز ښکاره کړي تر څو ټولې غاړې پري بحث وکړي.
ټاکل شوې وه چې د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پيل شي خو په دې پروسه کې د طالبانو د ګډون په ردېدو سره دغه خبرې وځنډیدې.
د افغانستان د شخړو د حل او سولې د مطالعاتو د مرکز یوه څېړونکي حکمت الله اعظمي وايي حزب اسلامي به خپل جوړښت لري خو هڅه باید دا وي چې له طالبانو سره سوله وشي. د نوموړي په خبره په جګړه ييز لحاظ د حزب اسلامي په پرتله طالبان ډير فعاله دي.
په دې وروستيوو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې سوله خوښو ډلو سره به مذاکرات کوي او جګړه غوره بلونکو وسله والو په وړاندې به کلک عمليات ترسره کيږي.