د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د نارنج ګله مېله او مشاعره تر سره شوه


په ننګرهار کې د نارنج ګل روایتي مېله او مشاعره د تېرې جمعې په ورځ تر سره شوه چې د افغانستان د يو شمېر ولايتونو پر شاعرانو او فرهنګيانو سربېره په کې له خيبر پښتونخوا څخه هم يو شمېر شاعرانو ګډون کړی و.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د مشاعرې تر پېل کيدو د مخه وويل، شاعران حق لري چې خپل احساسات په ازادانه ډول بیان کړي، خو تمه يې څرګنده کړه چې خپلو شعرونو کې ملي ګټې په پام کې ونيسي.

(( د ولس په ملاتړ اوس په ننګرهار کې امنیتي وضعیت د خدای فضل سره ښه دی. زه هم غواړم چې د ننګرهاریانو لپاره د تفریح يوه زمينه برابره کړم. مشاعره ډېره ازاده ده، سانسور نشته، درباري نه ده، چې څوګ څومره ښایسته شعر ووايي، موږ پرې خوشالېږو، د خلکو پر شونډو باندې موسکا، خوشالي او خندا زموږ ارمان دی. نه سانسور شته او نه يې سانسوروو، خو غوښتنه مو له شاعرانو همېشته دا ده چې ملي ګټې په نظر کې ونيسي.))

په مشاعره کې په لسګونو شاعرانو شعرونه وويل چې يو هم په کې تنکی زلمی عبدالهادي هادي و. نوموړي په خپل شعر کې نارنج ګل سره د ننګرهار غم شريک کړی و.

(( دا ځل مې نارنج ګل په خپلو اوښکو بدرګه کړ
دا ځکه چې قتلونه به کېدل په ننګرهار کې

د هغو به فصلونه خود د زهرو حاصل ورکړي
هغوی چې به کوکنار اپين کرل په ننګرهار کې))

د نارنج ګل په دغه مشاعره کې له خيبر پښتونخوا څخه راغليو شاعرانو هم خپل شعرونه وويل، خو الیاس ټلوال بيا په خپل شوخ شعر ویلو سره د مشاعرې له ګډونوالو پريمانه داد واخيست.

(( ته چې وايې نه يې منم، مه يې منه چې نه يې منې
دا خو به منې اخر، مينه اخر مينه ده

نه راکوې ما ته، مه يې راکوه خیر دی
زړه به راکوې اخر، مينه اخر مينه ده))

مطیع الله تراب هم د خپل نظم په ويلو سره له ګډونوالو داد واخيست چې د هغه د نظم يوه برخه يې ستاسو په وړاندې ږدو.

(( ډلګۍ ډلګۍ، جبهه جبهه، تنظيم تنظيم وطنه
په شرق او غرب، شمال جنوب باندې تقسيم وطنه
سل سره شته، ولې د سلو سرو سر نه لري
دا وطن زر لري ملګرو، خو زرګر نه لري))


د مشاعرې په دوران کې پروفیسر اسير منګل وويل، دوی چې کله هم افغانستان ته راغلي، ذهن او زړه ته يې سکون راغلی دی.

(( موږ په دې فخر کوو چې د خپل نيکونو خاورې ته راشوو، دلته په موږ باندې يو خوږ بوی ولګي، موږ داسې محسوسوو لکه چې موږ ژوندي يو، نو دا يوه ډېره لویه خبره ده. افغانستان یقيناً د ټولو پښتنو لوی کور دی، زموږ کور دی او موږ به راځو.))


د نارنج ګل په دغه مشاعره کې دوديزه ميله هم تر سره شوه، چې په ملي اتڼونو سربېره په کې محلي موسيقي، ستيج ډرامې، طنزونه، د ښيځینه په ګوتو جوړ د لباسونه نندارتون او روايتي خوراکونه په کې لګېدلي وو.

XS
SM
MD
LG