پراګ - د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وايي، د ایجېپټ اېیر په نوم د هوايي شرکت الوتکه پرېوتې.
ده د پنجشنبې پر ماسپښين د وزیرانو تر بیړنۍ غونډې وروسته وویل، د الوتکې پرېوتو په اړه نه کومه مفروضه ردولای شي او نه یې سمه ګڼلای شي.
هلته د مصر بهرنیو چارو وزارت وايي، د الوتکې ((نسکورېدو)) په پېښه یې له فرانسې سره خواخوږي کړې ده.
مصري او یوناني چارواکي وايي، د الوتکې لټون هڅې روانې دي. د ايجېپټ اېیر په نوم د مصري هوايي شرکت الوتکه د پنجشنبې پر سهار وختي له پاریسه، قاهرې ته روانه وه چې له راډاره ورکه شوه.
مصري ملي هوايي شرکت وویل، په الوتکه کې ۵۶ مساپر او ۱۰ د عملې غړي سپاره ول. د شرکت په خبره، دا الوتکه د مصر فضا ته تر داخلېدو لږ ساعت وروسته له راډاره ورکه شوه.
چارواکي وايي، په وروستي ځل د مدترانې یا روم د سمندرګي د پاسه د الوتکې مقام رېکارډ یا ثبت شوی.
په مارچ کې د ایجېپټ اېیر یوه الوتکه چې له مصري ښار سکندریه څخه قاهرې ته روانه وه وتښتول شوه. تښتوونکي دا الوتکه قبرص ته یوړه او هلته یې له خپلې پخوانۍ ښځې سره د لیدو غوښتنه وکړه. هغه تر شپږو ساعتونو وروسته خپل ځان پولیسو ته وسپاره.
تېر کال په اکتوبر کې د روسیې یوه الوتکه چې له شرم الشیخ څخه سېنټ پیټرزبرګ ته روانه وه، د مصر په سینا دښته کې پرېوته. د مېټروجېټ شرکت په هغې الوتکه کې سپاره ټول ۲۲۴ کسان ووژل شول.
وروسته روسیې وویل چې دا الوتکه د چاودنې له کبله پرېوتې. اسلامي دولت وسله والې ډلې د الوتکې نسکورولو ذمه واري منلې وه.