د ملاکنډ ((هنر کور)) او هنري هلې ځلې
د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په نننۍ خپرونه کې د ملاکنډ تاڼې کلي ((هنر کور)) په اړه معلومات درکوو. هنر کور یوه هجره ده چې نومیالي لیکوال او موسیقار امجد شهزاد جوړه کړې ده. هنر کور له یوې مودې راهیسې د پښتو پخوانۍ سندرې په موسیقۍ کې غږوي او په دې توګه یې د بیا ژوندي کولو هڅه کوي. په خپرونه کې امجد شهزاد او ځوان رباب غږوونکی بلال خان بلال زموږ مېلمانه دي. له دوی سره خبرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
دسمبر ۱۹, ۲۰۲۴
نومیالی سندرغاړی زرولي افغان وايي په ټیکسي چلولو کورنۍ ساتي
-
دسمبر ۱۲, ۲۰۲۴
ضياالدين ضيا وايي د "خيبر جرګې" سندره يې خورا مشهوره شوې
-
دسمبر ۰۵, ۲۰۲۴
خانزاده اسفنديار خټک: پښتانه لا هم نڅا هنر نه بولي
-
نومبر ۱۴, ۲۰۲۴
اصغر اقبال وايي د موسیقۍ زده کړې لپاره یې خورا محنت کړی