د انځورونو په دې ګالرۍ کې د ډونلډ ټرمپ له کوچنیوالي تر ځوانۍ او بیا د ودونو او کاروبارونو حال لیدلی شئ.
په کاروبار او ټېلېوېژن کې د ډونلډ ټرمپ د ژوند ننداره
ډونلډ ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر منتخب شوی دی. د جایدادونو او ځمکو کاروبار کوونکی ټرمپ د نیویارک په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی وو او خپل کاروبار یې تر ټېلېوېژن او د ښکلا تر سیالیو پراخه کړ.

۹
په ۲۰۰۵ز کال کې په لاس وېګس کې د ټرمپ نړیوال هوټل او برج د بنسټ ډبرې ایښودو غونډه.

۱۰
ټرمپ په ۲۰۰۴ز کال کې په ټېلېوېژن کې کار وکړ. دلته له پروډیوسر مارک بورنېټ سره لیدل کېږي. د دې نندارې نوم اپرېنټس نومېده.

۱۱
د ۲۰۰۴ز کال انځور. ټرمپ په لاس کې خپل کتاب (څنګه شتمن کېدای شئ) نیولی. په ۱۹۸۷ز کال کې د هغه بل کتاب (د سودا هنر) ډېر خرڅ شوی وو او دی یې نومیالی کړی وو.

۱۲
ټرمپ په ۲۰۰۵ز کال کې د سلووانیا له ماډلې مېلانیا کناوس سره واده وکړ. د دوی زوی بارون په ۲۰۰۶ز کال کې پیدا شو.