د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځانمرګو بريدونو ته چمتو شوي دوه تنه نيول شوي


د ننګرهار امنیتي چارواکي دعوه کوي چې د قبایلي سيمې خیبر ایجنسې باړې سره تعلق لرونکي دوه تنه چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي ول، په جلال اباد ښار کې نیولي دي.

د ځانمرګو بریدونو د تر سره کيدو په تړاو نیول شوي دوه تنه پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د رسینو په کور کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د ملي امنیت کارمندانو د خبريالانو پر وړاندې ودرول.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګياڼی وايي چې دغه دوه تنه دې ته چمتو شوي وو، چې په جلال اباد ښار کې په مهمو دولتي ودانيو ځانمرګي بريدونه تر سره کړي.

(( دوه تنه چې د کوزې پښتونخوا د باړې سيمې اوسيدونکي چې یو رحیم الله نوميږي او بل يې عالمزیب نوميږي، دواړه د ځانمرګو بريدونو لپاره برابر شوي وو. دوی چمتووالی نیولی و چې په نیږدې راتلونکي کې د جلال اباد ښار په مهمو دولتي تاسیساتو باندې ځانمرګي بريدونه تر سره کړي.))

خوګياڼي وړاندې وايي چې نیول شويو کسانو غوښتل چې خوګياڼو ولسوالۍ ته ځان ورسوي او هلته په ځانمرګو تجهیزاتو ځانونه سمبال کړي.

(( دوی غوښتل چې د جلال اباد له لارې خوګیاڼو ته ولاړ شي او هلته ورته په يوه ځانګړې سيمه کې ځانمرګي واسکټونه او تجهیزات په واک کې ورکړل شي، وروسته بیا مرکز ته را انتقال شي او ځانمرګي بریدونه تر سره کړي چې د ملي امنیت د منسوبینو له خوا دوی مخکې له دې چې دوی هدف ته ورسيږي او دغه تخریبي کړنې تر سره کړي، ژوندي ونيول شول.))

د خوګياڼي په خبره نیول شويو کسانو منلې ده چې د ځانمرګو بريدونو په موخه ننګرهار ته راغلي او هغه کسان يې ښودلي چې دوی سره يې ځانمرګو بریدونو ته په چمتو کيدو کې مرسته کوله.

XS
SM
MD
LG