د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر جرګې د قبایلي سیمو اتحادیو غبرګون


د فاټا سياسي ګوندونو، وکيلانو او زده کونکو اتحادیو د ګل پر ورځ په اسلام اباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې د قبايلي سيمو د راتلونکي په اړه شوې جرګه رد کړې.دوی وايي چې په دغه جرګه کې د دوه سياسي ګوندونو د غړو او يو څو مراعات يافته ملکانانو سربېره نور چاته بلنه نه وه ورکړل شوی،نو ځکه دې ته کله هم د ټولو قبايلي سيمو نماېنده جرګه نشي ويل کيدای.

"موږ هم په جرګه کې ګډون کول غوښتل "شوکت عزیز

د فاټا زده کونکو تنظیم ( فاټا سټوډنټس ارګنایزېشن) مشر شوکت عزيز مشال راډيو ته وويل چې دوی هم په جرګه کې ګډون کول غوښتل خو اجازت ورته ور نه کړل شو. هغه وویل ځکه يې د ګل پر ورځ د هغه هوټل مخې ته احتجاج وکړ چرته چې دغه جرګه روانه وه.

د قبايلي سيمو د وکيلانو اتحادیې مشر اعجاز مهمند وايي چې دوی فيصله کړې وه که په جرګه کې ورته د ګډون بلنه ورکړل شوه نو ورته به ورځي او خپل دريځ به مخې ته ږدي خو جرګې ته د قبايلو نمایندګان نه بلکه يو څو سرکاري او سياسي مشران وربلل شوي ول.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا په رابلل شوې جرګه کې د قبايلي سيمو يو شمير منتخب پارلیماني استازو هم ګډون وکړ چې ځینو یې فاټا په خيبر پښتونخوا کې د ورګډولو مخالفت او ځینو يې ملاتړ وکړ.

" د جرګې مقصد د قبایلي سیمو ترقۍ مخه نیول وو" نثار مومند

د قبايلي سيمو سياسي ګوندونو اتحادیې (فاټا پولیټیکل الاینس) هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جرګې بايکاټ وکړ.د اتحادیې مشر نثار مهمند وايي چې دغه جرګه غېر ضروري وه او تور یې پورې کړ چې د جرګې مقصد په قبايلي سيمو کې د پرمختګ مخه نيول وو.

"د قبایلي سیمو راتلونکي فیصله به د فاټا ولس کوي " عثمان کاکړ

بلخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سينیټر عثمان کاکړ وویل چې په جرګه کې د قبايلي سيمو د هرې اېجنسۍ او نیم قبایلي سیمو (ایف ار) نمايندګان موجود ول.

نوموړي وویل چې د قبايلي سيمو د راتلونکي فيصله به حکمرانان یا د هغو لخوا جوړه کمیټي نه بلکه د فاټا ولس کوي.

په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په کال ۲۰۱۵ کې د خپل بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ یوه پنځه کسيزه کميټې جوړه کړې وه.دغه کمېټۍ د قبايلي سيمو تر دورو وروسته په خپلو سپارښتنو کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې شي.

قبايلي سيمې په اووه (۷) اېجنسو او شپږ (۶) نیم قبایلي سیمو (ایف ار) مشتملې دي او د سيمو د پارلماني استازو په خبره ابادي يې تر يو کروړه زياته ده.

XS
SM
MD
LG