د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار نوي امنیه قوماندان خپله دنده پيل کړه


د ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي
د ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي

د ننګرهار والي تمه څرګنده کړه چې د نوی قوماندان په راتګ سره به په دغه ولایت کې بریالیتونه تر لاسه کړي.

د افغانستان د ننګرهار ولایت لپاره د امنيه نوی قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د پنجشنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه ولس ته وروپېژندل شو.


د ننګرهار د امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي د معرفت دا غونډه د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې د دغه ولایت د بېلا بېلو ولسواليو څخه ورته قومي مشران، دیني عالمان او د مدني ټولنو فعالان وربلل شوي ول.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نوي امنیه قوماندان د پېژندنې په مراسمو کې تمه څرګنده کړه چې د نوي قوماندان په راتګ سره به په ننګرهار کې امنیت د ډاډ وړ شي.

"تر کومه ځایه چې زه رحیمي صاحب پېژنم، یو مسلکي جنرال دی، مسلکي پوليس دی، په کومو ځایونو کې چې ده خدمت کړی، د خپل خدمت په موده کې يې دا ثابته کړې چې له خپل هېواد سره او له خپلو خلکو سره ژوره مینه لري. د دوی په راتګ سره به انشاالله موږ په نوي کال کې د دښمن پر وړاندې په تودو سنګرونو کې د لویو کامیابيو او بريالیتوبونو هيله مند یوو."

د ننګرهار ولایتي شورا منشي د خلکو په استازولۍ د جلال اباد ښار نا امنيو ته په اشاره له نوي قوماندانه غوښتنه وکړه چې امنیت راوستو ته جدي پاملرنه وکړي.

"که موږ ووایو چې د دې ټولو ۲۲ ولسواليو امنیت به امنیه قوماندانۍ تامین کړي، دا ناممکنه ده. په ښار کې هم موږ په امن کې نه یوو، هغه بله شپه د جلال اباد ښار حضرتانو کوڅه کې رینجرو کې خلک راغلل او یو ساعت یې پر یوه کور ‌ډزې کولې، هېڅوک و نه نیول شو، دوه قومي مشران چې د چپرهار وو، په همدې ښار کې ووژل شول، هغه بله ورځ زموږ د اطفايې يو سرباز چې پوسته کې ناست و، پیره يې کوله، د ښار په داخل کې په ډزو باندې وویشتل شو، وسله يې ترې هم یوړه خو سړی يې معلوم نه شو."

د ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي په خپلو خبرو کې وویل، د قانون پلي کول او د امن راوستو ته به لومړيتوب ورکوي.

"په دې فخر کوم چې زه یو افغان ملي پوليس يم، نه لساني تعصب لرم، نه تنطیمي تعصب لرم او نه هم سمتي تعصب لرم. ښه ته ښه وایم، خراب ته خراب وایم، زما دې په خدای قسم وي چې ورور مې جرم وکړي، قانون پرې تطبیقوم. که د قانون په تطبیق کې او د ننګرهار د دفاع په لار کې دغه خوږ ژوند له لاسه ورکړم، افتخار پرې کوم او زما وینه چې تویه شي، هغه وینه به مې هم افتخار کوي."

یاده دې وي چې لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په لوړو پوليسو منصبونو کار کړی چې له ننګرهاره وړاندې یې په کابل ولایتکې د امنیه قوماندان په توګه دنده اجرا کوله.

XS
SM
MD
LG