د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د ډاکټر خالق زیار یاد تازه شو


په ننګرهار کې ختيځ ادبي بهير د وتلي شاعر، لیکوال او سیاستوال ډاکټر خالق زیار په یاد د تېرې جمعې په شپه د هغه له نوم سره يو غزليز او سندريز ماښام نومولی چې د وتليو لیکوالو او شاعرانو تاثرات په کې د پراجکټور په ذریعه د غونډې ګډونوالو ته وښودل شول.

د داکټر خالق زیار په یاد دې غونډېته د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير رسول باوري خپل لیکلي پېغام رالېږلی و چې اورنګ صمیم ولوست. د پېغام په يوه برخه کې راغلي ول.

(( ډاکټر خالق زیار په اصل کې د طب ډاکټر و، خو د خپلې مورنۍ ژبې سره يې د بې کچې مينې له امله پښتو ادب ته مخه کړه چې په دې لار کې يې ځوان نسل او پښتو ادب خپل اثار په میراث پرېښودل. په کار ده چې د داسې زیارکښو درناوی وشي.))

د ارواښاد ډاکټر خالق زیار دې غزلیز ماښام ته رحمت شاه سایل، علي اکبر سیال، عثمان ولسیار، هارون باچا او لونګين سکندر خپل انځوريز پیغامونه راليږلي وو چې د پراجکټور په ذریعه په په سپينه پرده وښودل شول.
د وتلي شاعر رحمت شاه سایل د پيغام په یوه برخه کې راغلي ول.

(( د هغو ملګرو چې په ننګرهار کې دي او یو ادبي تنظيم لري، د هغوی مننه کوم چې د ډاکټر زیار په نوم يو ماښام نومولی دی. ادب زموږ تر منځ داسې يو شريک دولت دی چې زموږ دواړو غاړو ته پښتانه د دې خبرې جوګه کوي چې موږ یوه ژبه لرو، يو تاريخ لرو، یو خلک يو او یو تن وجود لرو.))

د عثمان ولسیار په ویډيوي پيغام کې يو ځای راغلي و چې ډاکټر خالق زیار د احتصالي نظام په خلاف تل په جار سره ناره پورته کړې وه.

(( هغه ټول عمر په سياسي تحریکونو کې کار کړی دی. او هغه داسې نه چې د پښتون قام په مجموعي حیثیت باندې خپل فکر ايښودی دی. خو په پښتون قوم کې چې کوم احتصالي نظام دی، په هغې کې يې د سرمایه دار او جاګير دار په خلاف اواز پورته کړی او دغه د هغه د زیارکښۍ له ټولو نه لویه نښه ده.))

لونګين سکندر چې د ډاکټر خالق زیار د کورنۍ په استازيتوب په خپل ویديوي پيغام کې د ختيځ ادبي بهير نه د منني په ترڅ کې وویل:

(( د ټولو نه اول خو زه د ختیځ ادبي بهير د ټولو ملګرو نه ډېره ډېره مننه کوم چې د ارواښاد ډاکټر خالق زیار په یاد يې غونډه راجوړه کړه. ډاکټر صیب به همېشته دا یوه خبره کوله چې اوس د مزمت وخت نه دی، اوس د مزاحمت وخت دی. او هغه ته د دې خبرې احساس هم و، چې په دې لمبه لمبه حالاتو کې دا خبره کول د سر په بازۍ کېږي، خو هغه چرې هم له دې نه، نه وروسته کېدو.))

د ذکر وړ ده چې دغه غزلیزاو سندريز ماښامته علي اکبر سیال ډاکټر خالق زیار ته لیکلی نظم او هارون باچا د هغه مرحوم يوه سندره زمزمه کړه او ځوان سندرغاړي سعیدالله وفا د د داکټر خالق زیار غزلونه تر نیمې شپې پورې د موسیقۍ له پردو سره وویل.

XS
SM
MD
LG