د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار ۶۵ ټنه تاريخ تېرې درمل او خوراکي توکي وسوځول شول


د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکو ۶۵ ټنه تاریخ تېرې غذايي مواد او درمل وسوځول. د روغتيا چارواکي وايي چې بې کیفیته او تاریخ تېرې درمل او خوراکي توکييې د جلال اباد ښار په ګډون له څو ولسواليو څخه راټول کړي وو.

د ننګرهار د عامې روغتیا دغه بې کيفیته او تاریخ تېرې خوراکي توکي او درمل د سیشنبې په ورځ د بهسودو ولسوالۍ اړوند سراچې خوړ کې وسوځول.

د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو د سوځېدو پر مهال په ختيځ زون کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو خوراکي توکو او درملو د راټولو امر ډاکټر وحيدالله احمدزي خبریالانو سره په خبرو کې وویل:

(( ۵۵ ټنه خوراکي او غير خوراکي تاریخ تېره مواد سوځول کيږي او همدارنګه لس ټنه تاریخ تېرې او بې کیفیته درمل چې په ۱۳۹۵ لمریز کال مو د جلال اباد ښار په ګډون له هغو ولسواليو څخه راټول کړي چې امنیت په کې د ډاډ وړ دی او موږ هلته تلی شوو، له هغو ولسواليو مو راټول کړي او نن ستاسو پر وړاندې سوځول کېږي.))




د ننګرهار د عامې روغتیا په رياست کې د بې کيفیته خوراکي توکو او درملو د څارنې مدير ډاکټر وحيدالله شېرزاد له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، تاریخ تېرې درمل د ناروغ د مرګ سبب ګرځي:

(( هره دوا جانبي عوارض لري، حساسیت لري، سبب د مرګ ګرځي. د هرې دوا تاریخ معلوم دی. که تاريخ تېرې دوا وخوړل شي، د ناروغ د مرګ سبب ګرځي.))



د بې کيفیته او تاریخ تېرو خوراکي توکو او درملو د سوزېدو ننداره د سيمې یو شمېر اوسېدونکو هم وکړه. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( نوم مې اجمل دی. نن چې دا درمل سوځول کېږي، په دې زه خوشاله یم، دا زموږ د عامې روغتیا يو ښه فعالیت دی، موږ چې ښار ته ولاړ شوو همدا تاریخ تېره دوایانې په موږ خرڅول کېږي، اوس چې وسوزول شول، خوشاله یم.))


(( نوم مې ګل افغان دی، دا تاریخ تېرې درمل او خوراکي توکي چې سوځول کېږي، زه پرې خوشاله یم. ځکه که دا چا ته ورکړل شوي وو، هغه په ناروغېدو.))


د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو خوراکي توکو او درملو د راټولو لپاره د بېلابېلو ادارو په ګډون يو کمیسیون په فعالیت بوخت دی چې هره ورځ په درملتونونو او د خوراکي توکو پر مغازو ګرځي او خپلې پلټنې تر سره کوي چې په تېر یوه کال کې يې په لسګونو درمل پلورنکي نيولي او څارنوالۍ ته يې ورپېژندلي دي.

XS
SM
MD
LG