پراګ - ۲۰۱۶ز کال له ۱۸۸۰ز هغه راهیسې تر ټولو تود کال وو. له تېرو درو کلونو راهیسې په نړۍ کې د تودوښي درجه په لوړېدو ده.
د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د اسټرالیا او هند په یو شمېر برخو کې موسم تود پاتې شوی دی.
رویټرز خبري اژانس له یو شمېر چاپېریال پوهانو سره خبرې کړې دي چې دا معلومه کړي چې د نړۍ تودوښي درجه ولې او څنګه په زیاتېدو ده؟
ساینس او چاپېریال پوهانو رویټرز اژانس ته ویلي، د ځمکې موسم په تودېدو دی. یو شمېر څېړنې ښيي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د ځمکې تودوښي درجه په لوړېدو ده او په ښاري سیمو کې یخني کمېږي.
دوی وايي، د زیاتې ګرمۍ له کبله یو شمېر طبي ستونزې لکه جل وهنه، لمر وهنه او د خلکو مړینې زیاتېږي.
څېړونکي وايي، د تودوښي درجې زیاتېدو تر ټولو لوی اغېز به د مخ پر ودې هېوادونو ښاري سیمې وي ځکه چې هلته ابادي ګڼه ده، د صنعتونو له کبله هوا او چاپېریال زیات ککړېږي او د داسې ودانیو او مشینونو موجودګي پراخه ده چې حرارت زېږوي.
یوه برتانیوۍ څېړنه ښيي چې که د نړۍ تودوښه ۱.۵ ډېګري سانټي ګراډه لوړه شي نو زیات اغېز به یې پر چین، هند، بنګلادېش، ایوري کوسټ، نایجېریا، وېتنام او برما وي. دا څېړنه همداراز ښيي چې که د تودوښي درجه ۲،۷ ډېګري سانټي ګراډه لوړېږي نو ټوکیو، بیجنګ او مانیلا به هم وځپل شي او که د نړۍ تودوښه ۴ درجې لوړه شي نو نیویارک او ریو ډي جېنېرو به هم اغېزمن شي.
د روغتیا نړیواله اداره وايي، تر ۲۰۳۰ز کاله پورې د نړۍ تودوښي درجې لوړېدل او د خلکو د روغتیا په اړه د سمو اقداماتو نه کول به هر کال له ۶۵ کلونو څخه د زیات عمر لرونکو کسانو مړینې کچ لوړ کړي او هر کال به ۶۵،۰۰۰ زیات خلک مري چې پکې ګڼ کسان به د اسیا د ارام بحر شاوخوا هېوادونو وي.
د روغتیا نړیواله اداره وايي، د ورځې مهال د کوټې یا خونې د تودوښي درجه باید له ۳۲ ډېګري سانټي ګرېډه او د شپې باید له ۲۴ ډېګري سانټي ګرېډه کمه وي.
رویټرز خبري اژانس د ساینسپوهانو د څېړنو پر اساس زیاتوي، د تودوښي درجې لوړېدو له کبله د وریژو یا شولو فصلونه زیات اغېزمنېږي او وریژې هغه څه دي چې د اسیا په یو شمېر هېوادونو کې د ورځې تر ټولو مهم خواړه دي.