د ننګرهار امینه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحیمي وايي چې په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر ضد عملیات دوام لري چې ډېرې سيمې يې د داعش وسله والو څخه پاکې کړي او زیاتوي چې عملیات به تر هغې دوام ولري، څو پورې چې يې یاده ولسوالۍ د داعش وسله والو څخه پاکه کړي نه وي.
جنرال رحيمي د سېشنبې په ورځ مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:
(( عملیات اول له کوټه شروع شول، د کوټ ډېرې سيمې پاکه شوې، بعد له هغې مو په اچين کې د علمياتو لړۍ ته دوام ورکړ. په اچين کې مو هم ډېرې سیمې ترې پاکې کړې، تاسو خبرياست چې د عبدالخېلو بازار مطلق د دوی په لاس کې و او حتی خلک له هغه ځایه راوتلي وو. خلکو ته یې ډېر ضرورونه رسولي وو، ډېر ښه عملیات وشول او هغه ځمکې د دوی له لاسه ووتلې، امنیتي ادارو ته په لاس ورغلې.))
دی وايي چې کومې سيمې د اعش وسله والو څخه پاکېږي، هلته به د امنیتي پوستو پر ځای بېزونه جوړوي:
(( کله چې زموږ پلټنتې خلاصې شوې، هلته به امنيتي بېزونه جوړېږي، او امنیتي بېزونه به د پوستې په شکل نه وي، دا بېز به د دې وړتيا ولري چې خپله له بېز نه امنیتي ځواکونه ووځي، په سيمه کې عمليآت وکړي، دښمن سرکوبه کړي او بېرته خپل بېز ته راشي.))
جنرال رحيمي وايي،په اچين ولسوالۍ کې چې امريکايي ځواکونو د بمونو د مور په نوم بم له دولت سره په همغږۍ استعمال کړی، د تلفاتو کره شېمره به له پلټنو وروسته په ډاګه کوي، خو زیاتوي چې نېږدې سلو پورې داعشیان په کې وژل شوي دي:
(( هلته بم چې هلته اچول شوی، هلته ډېرې قومي سمڅې وې، کومه قوه چې له دغه تنګي نه تېرېدله، دا سمڅې د قوې پر وړاندې ډېر قوي خنډ و. دا ډېر وخت غواړي چې دا سمڅې وپلټل شي، خو دومره درته ویلی شم چې په دې کې تر سلو شاوخوا داعشیان وژل شوي، کله چې دا سمڅې راوپلټل شوې، مو بیا هم حاضر يوو چې دقیق شمېر يې درته ووايو.))
جنرال عبدالرحمن رحيمي زیاتوي چې د داعش وسله پر ضد دعملیاتو په دوران کې افغان ملي ځواکونو سره په ځینو مواردو کې ایتلافي ځواکونه هم مرسته کوي.