د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ولسمشرۍ ته د احمدي نژاد نوماندي رد کړه


پراګ - ایرانی دولتي ټېلېوېژن وايي، نګهبان شورا د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نوماندي رد کړې ده.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پر نوموړي ټینګار کړی وو چې ولسمشرۍ ته دې نه درېږي خو احمدي نژاد تېره اوونۍ د خپلې نوماندۍ له اعلان سره هېواد حیرانه کړ.

خامنه يي ویلي، د احمدي نژاد نوماندي به ((یو وېشل شوی حالت)) پیدا کړي چې د ((هېواد لپاره تاواني)) دی.

دولتي ټېلېوېژن د جمعې پر شپه وویل، د نګهبان شورا په نوم ادارې د اوسني ولسمشر حسن روحاني او یوه سختدریځي خطیب ابراهیم رییسي نوماندي تایید کړې ده.

۵۶ کلن رییسي په انتخاباتو کې د ۶۸ کلن روحاني مهم سیال ګڼل کېږي.

رییسي خامنه يي ته نېږدې کس دی او ټاکل شوې چې د انقلاب ساتونکي ځواک په ګډون د هېواد په سختدریځه حلقو کې د ډېریو ملاتړ تر لاسه کړي.

روحاني په ۲۰۱۵ز کال کې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره اټومي موافقې ته ورسېد خو ځېنې په دې نهیلي دي چې د دې تړون په نتیجه کې په هېواد کې اقتصادي وده ولې نه ده شوې چې له کبله یې د روحاني مخالفت زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG