د لاسرسي ځای

تازه خبر

" په ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیات روان دي"


د ننګرهار والي ګلاب منګل
د ننګرهار والي ګلاب منګل

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي چې د دغه ولایت په څو ولسواليو کې چې د داعش وسله والو پر ضد د حمزه په نوم هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي لا هم دوام لري.

د ده په خبره ډېرې سيمې يې له داعش وسله والو څخه پاکې کړي او تر هغې به عملیات دوام ولري، چې ټولې سيمې يې له داعش وسله والو څخه پاکې کړې نه وي.

نږدې یوه میاشت وړاندې په کوټ او اچين ولسواليو کې د داعش وسله والو پر ضد د حمزه په نومافغان ځواکونوعملیات پیل کړي دي. د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې په يادو ولسواليو کې یې داعش وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او ډېرې سيمې یې د داعش وسله والو څخه پاکې کړي دي.

په ننګرهار کې د داعش خلاف عملیات
په ننګرهار کې د داعش خلاف عملیات


د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د حمزه په نوم د پيل شويو عملیاتو په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

« عملیات په ډېرې کامیابۍ سره پر مخ روان دي. هم په ځمکنيو ضربو کې او هم په هوايي ضربو کې؛ البته هوايي ضربې چې تر سره کېږي، په هغې کې له موږ سره د غوڅ ملاتړ قوتونه هم برخه اخلي، په دواړو عملیاتو کې داعش ته درانه تلفات اوښتي دي او ډېرې زیاتې سيمې او کلي، هم په کوټ او هم په اچين کې له داعش څخه نيول شوي دي.»

د تېر يوه کال په دوران کې د کوټ او اچين ولسواليو څخه د جنګونو له امله په زرګونو کورنيو خپلې سيمې پرېښي چې لا هم د جلال اباد ښار په ګدون د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي، خو د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي چې دوی پلان لري چې په یادو ولسواليو کې چې کومې سيمې د داعش وسله والو څخه پاکې شوي، له هغو سيمو بې ځايه شوې کورنۍ په عزت سره خپلو کورونو ته ستنې کړي.

د ارشیف انځور کې د ننګرهار بې ځایه شوې کورنۍ وینئ.
د ارشیف انځور کې د ننګرهار بې ځایه شوې کورنۍ وینئ.

« موږ څو ورځې وړاندې په همدې برخه کې غونډه درلوده چې څنګه وکولای شوو چې ولسونه وهڅو چې بېرته خپلو کلیو ته ولاړ شي. دوی سره باید لازمې مرستې وشي، ځکه چې د دوی کورونه وران شوي دي. نو دوی دې ته اړتیا لري چې دوی سره هم د کورونو په جوړولو کې او هم د خوراکي او غیر خوراکي توکو په برخه کې لازمې مرستې وشي. په دې پلان کار روان دی.»

تر دې وړاندې هم په يادو ولسواليو کې د داعش پر ضد عملیات تر سره شوي خو له عملیاتو وروسته چې له سيمې څخه افغان ځواکونه خپلو مرکزونو ته ستانه شوي، نو هغه سيمې بېرته داعش نيولي، چې حکومت د عملیاتو په نتیجه کې لاسته راوړې وې، خو د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي چې له عملیاتو وروسته به په ټولو هغو سيمو کې چېله د اعش وسله والو څخه پاکېږي د ځانګړو ځواکونو مرکزونه جوړوي.

په اچین کې د داعش پر مرکز هوايي برید
په اچین کې د داعش پر مرکز هوايي برید

« دا عملیات به د نورو ټولو عملیاتو پر تله ځانګړي، خاص او استثنايي نتایج ولري او هغه سيمې چې نيول کېږي، هلته به خاص ځواکونه ځای پر ځای کېږي، هلته به مرکزونه او نظامي تاسیسات جوړېږي. تر څو په راتلونکي کې بيا داعش ونه شي کولای چې دا سيمې په خپله ولکه کې راولي.»

د ننګرهار والي وايي دا مهال د حمزه په نوم ځمکني عملیات په کوټ او اچين ولسوالۍ کې روان دي او هوايي عملیات چې بهرني ځواکونه يې د غوڅ ملاتړ تر ماموریت لاندې تر سره کوي، په کوټ او اچين سربېرهدهسکې مېنې او نازیانو ولسواليو کې هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG