د کريکټ د نړیوال لوبغالي د بنسټ ډبره د چارشنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد ښار بهسودو پله ته څېرمه کيښودل شوه. په دغه غونډه کې د کريکټ بورډ پر چارواکو سربېره ګڼو دولتي چارواکو هم برخه لرله.
د افغانستان د کريکټ بورډ رييس عاطف مشعل د بنسټ د ډبرې د کيښودو پر مهال خبريالانو ته وویل:
دغه لوبغالی به پر سټېډيم سربېره د کريکټ اکاډمي او نور اړوند سهولتونه ولري:
(( دا لوبغالی به نه يوازې دا چې لوبغالی وي، بلکې دې سره به يوه مسلکي اکاډمي هم جوړېږي چې په هغې کې به اوټ ډور او اڼ ډور دواړه سهولتونه موجود وي، د لمبلو حوض به په کې وي، د اوسېدو ځای به ولري. په اوله مرحله کې به کې به موږ د دې په احاطې او ليول کار شروع کوو چې اوه سوه زره ډالر به يې په اول فېز مصرفېږي. موږ به دا میدان تقریباً په دوه نيم ميليونو ډالرو جوړوو.))
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په خپلو خبرو کې وویل، د کريکټ د دغه لوبغالي په جوړېدو سره د کريکټ په برخه کې د ځوانو لوبغاړو وړتيا څو برابره زیاته شي:
(( سره له دې چې موږ په ننګرهار کې يو سټېډيم لرو، خو هغه د ښار په يوه څنډه کې دی. د دې سټېډيم او د دې ملحقاتو او کمپليکس سره به نه يوازې د ننګرهار او مشرقي په سطحه، بلکې د ټول افغانستان په سطحه د کريکټ په برخه کې زموږ وړتیاوې، څو چنده شي.))
د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار په خپلو خبرو کې وویل، د کريکټ له برکته د افغانستان بېرغ د نړۍ په ډېرو ملکونو کې رپانده دی:
(( د کريکټ په برخه کې چې هره تجارتي لوبه وي، د افغانستان اتلان په کې لوبېږي. د مختلفو هېوادونو مختلفې لوبې چې خلک ورته مبارزه کوي او د يوه چانس په اساس په کې داخلېږي، نن په کې د افغانستان بیرغ ځلېږي، افغانستان په کې په يوه ښه نوم یادېږي، او نن چې په هندوستان کې لوبېږي، دا زموږ او ستاسو لپاره د ویاړ ځای دی.))
د یادولو ده چې څو میاشتې وړاندې د افغانستان په خوست ولایت کې هم د کريکټ لوبغالی ګټې اخیستنې ته پرانستل شو چې د کريکټ بورډ د چارواکو په وینا تعيمراتي کارونه يې معياري نه دي، خو زیاتوي چې په ننګرهار کې به د کريکټ د لوبغالي د جوړيدو په برخه کې به د ننګرهار ولایتي ادارې سره په ګډه د څارني يو ټيم جوړوي چې د لوبغالي او کمپلیکس د جوړېډو چارې تر څارنې لاندې ونيسي.