د سيانګ يانګ يوه چارواکي د سېشنبې په ورځ د ازادي اسيا راډيو ته د خبرو پر وخت د لوېدیځو رسنيو رپورټونه تاييد کړل چې واکمن کمیونسټ ګوند د لږکيو نومونو د وروستي فرمان ترمخه پر يو شمېر نومونو بنديز لګولی دی.
تر بنديز لاندي راغليو نومونو کې اسلام، مکه، قران، جهاد، امام او صدام هم شامل دي.
د ارمچي پوليس تاڼې يو چارواکی وايي، که پر يو ماشوم دغه نومونه کېښودل شول نو هغه به د هېواد نوملړ سیسټم [راجسټرولو نظام] کې نه درجوي.
د دې سسټم له مخې ولس د روغتيايي او د زدکړو اسانتياوي لاس رسی لري.
د دې فرمان له مخې به ځايي مسلمانان اغېزمن شي چې پکې يو کروړ يوغوريان، لږ تر لږه ۱۵ لاکه قازقيان، يوه نيم لاکه کرغيزيان، پنځه زره تاتاريان، څلور زره تاجکان او شاوخوا زر ډونګنزيان دي.
يوغوريان له مودو راهيسې له چيني واکمنوشکايتونه کوي.
د چين کېمونسټ ګوند پر سيمه سخت کنټرول لري او هم ددې له کبله د مالوماتو په خپلواکه توګه سپیناوی نه کېږي.