د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه: د ولسمشر ټاکلو لپاره رایه اچونه روانه ده


د فرانسې د ولسمشرۍ کاندیدان
د فرانسې د ولسمشرۍ کاندیدان

نن د فرانسې خلک د ولسمشر د ټاکلو لپاره خپلې رایې استعمالوي. دا د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم پړاو دی چې پکې ایمونل ماه کرو او مارین لي پن د یو بل سره مقابله کوي.

د انتخاباتو له پایلو به دا خبره هم څرګنده شي چې ایا فرانسه د اروپايي ټولنې یو مخکښ غړی پاتې کېږي او که له یادې ټولنې څخه به ووځي. منځلاری کاندید ایمونل ماه کرو په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو په حق کې دی خو مارین لي پن چې ملت پاله ده او د کډوالو په حق کې نه ده، له اروپايي ټولنې څخه د وتلو او د « یورو » د ختمولو لپاره کمپاین کاوه.

د فرانسې په واټونو د کاندیدانو انځورونه
د فرانسې په واټونو د کاندیدانو انځورونه

د فرانسې د رایو اچولو په شپږ شپیته زرو مرکزونو کې خلکو له سهاره د ووټونو اچول پیل کړي چې د مازیګر تر پنځو بجو پورې به دوام وکړي.

د پاریس د رایه اچونې د یو مرکز مشره کلیر سوپین وايي:

« دا مهال زموږ لویه اندېښنه داده چې ایا د رایو ورکولو ټول مرکزونه د اړتیا وړ څیزونه لري او که نه؟ د سهار په اتو بجو خو هرڅه موجود وو، لکه ضروري وسایل، د اړتیا وړ مواد، اسناد او نور. زموږ لومړنۍ ترجیح دا ده چې د شپې د پایلو له اعلانه مخکې مو چارې ښې روانې وي. »

د ولسمشرۍ په لومړي پړاو کې ماه کرو په لې پن برې ترلاسه کړی و، او اوسنيو نظر پوښتنو کې هم منځ لاری کاندید ماه کرو مخکې دې.

XS
SM
MD
LG