د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر ډیورنډ کرښه پر تګ راتګ بندویزونه نه شو زغملای'


د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته په سلګونه تنه قومي مشران د سېشنبې په ورځ جرګه شوي ول او په خپلو سيمو کې يې له ترهګرۍ د خلاصون په لارو چارو خبرې سره وکړې.

د سولې او ورورولۍ په نوم په دغه قبایلي جرګه کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشتو پښتنو ولسونو په سلګونو استازیو برخه لرله.

تر غونډې وروسته زرجان شينواري له خبريالانو سره په خبرو کې وویل، دوی په کرښه باندې د تګ راتګ بنديزونه او تعميراتي کارونه نه شي زغملای:
(( زما دوه وروڼه هغې خوا ته ژوند کوي، درې وروڼه مې دې خواته ژوند کوي. موږ په دغه پوله کې نه تعميرات غواړو، نه دېوالونه غواړو، نه يې زغملای شوو، پاکستان دې یې هم واوري، نړيوال دې یې هم واوري او ملګري ملتونه دې هم واوري، دا موږ ته قابل قبول نه دی، موږ يې نه شوو زغملای. هېڅوک مو نه شي جدا کولای، په دې هدف مو دا غونډه جوړه کړې چې موږ بیرته د پخوا په څېر باندې خپل وحدت او خپل عنعنات وساتو.))

د خیبر ایجنسۍ د شورا مشر ملک حکم خان وویل، د دوی جرګه د کوم هېواد په خلاف نه ده، بلکې د ترهګرۍ خلاف راپورته شوي دي:
(( دا غونډه به موږ په خپلو کوششونو سره مخته بيايو، دا د کوم هېواد په خلاف نه ده. دا صرف د دهشتګردي خلاف ده. زموږ د خیر ښېګڼې دا غونډه چې روانه شوه، موږ به اسلام اباد ته هم ځو، ټولې خبرې به سره چېړو، سمې خبرې به ترې را اخلو او ورانه به غورځوو.))




د
د وزیرستان د قومي شورا مشر حاجي حیات مسود وویل، د قبایلي جرګې هدف یې دا دی چې د کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو ترمنځ يووالي قایم کړي او د خپلو حقونو غوښتنه وکړي:
(( د دې جرګې هدف مو دا دی چې په سيمه کې، ها خوا یا دې خوا چې څومره پښتانه دي، د دوی ترمنځ د مسلمانۍ ورورولۍ قایمه کړو، خپله پښتونولي هم پرځای کړو، په اينده کې د خپلو حقوقو دفاع وکړو.))

په ننګرهار کې د مومندو د شورا مشر حاجي جهانزېب مومند وویل، د کرښې دواړو غاړو ته وروڼه قومونه مېشت دي چې هېڅوک يې نه شي سره بېلولی:
(( موږ نه دا کرښه منو او نه په کې کندې منو، که ها خوا دي او که دې خوا دي، دا ټول قبایل سره وروڼه دي او هېڅ بېلتون موږ په دوی کې نه غواړو.))
په دغه جرګه کې يو پرېکړه لیک ملک خیرالدین صدیقي ولوست چې په ړومبۍ ماده کې يې راغلي ول:
(( د دنیا خلکو ته په يوه اواز سره دا پېغام ورکوو چې قبایل ترهګر او دهشتګر نه دي، بلکې د ترهګرۍ قربانيان دي. او په قبایلي سيمو کې د ترهه ګرۍ پروړاندې جګړه د قبایلو په وژلو سره بريالۍ کېدلی نه شي.))
په پرېکړه لیک کې دا هم ذکر شوي وو چې په نېږدې راتلونکي کې به د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو قبيلو څخه يوه ستره قبایلي جرګه رابولي او د ترهګرۍ پرضد به راپورته کېږي او خپلې سيمې ته به امن راولي.​




XS
SM
MD
LG