د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سره خبرې ګټورې وبللې


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، د روسیې بهرنیو چارو وزیر سره‌ یې ښې خبرې لرلې او دواړه لوري، واشګنټن او مسکو هڅې کوي د شام شپږ کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ زیاته کړ:

"موږ له ښاغلي لاوروف سره ډېرې ښې خبرې لرلې، لکه څرنګه چې مې یادونه وکړه، ګټورې خبرې وې، موږ غواړو چې په شام کې دغه بدې وژنې ډېرې ژر ودرېږي او ټول باید په دې برخه کې کار وکړي."

د جنوري له میاشتې راپه دې‌ خوا چې ټرمپ په رسمي ډول ولسمشر شوی دا لومړی ځل دی چې د روسیې له دومره جګپوړي چارواکي سره غونډه کوي.

ډونالد ټرمپ.
ډونالد ټرمپ.

که څه هم پر دې خبرو د امریکا د ولسمشر د یوې ورځې مخکې پرېکړې سیوری غوړلی و، ټرمپ د سېشنبې په ورځ د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې «اېف. بي. ای» مشر جېمز کومي برطرفه کړ او پرون چې له ټرمپه خبریال پوښتنه وکړه چې ولې یې هغه ګوښه کړ ده په ځواب کې وویل:

"ځکه چې هغه ښه کار نه‌کاوه، ډېر ښکاره وایم هغه ښه کار نه‌کاوه."

جیمز کومي د هغو جنایي تحقیقاتو څارنه کوله چې تور پورې شوی چې د ټرمپ ملاتړي له روسي چارواکو سره اړیکې لري.

ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته له سرګي لاوروف سره د خبرو په اړه وویل:

"زه فکر کوم چې د شام په برخه کې موږ ډېر ښه روان یو، ځینې پېښې رامنځته کېږي، خو خبرې مو ډېرې ډېرې مثبتې وې."

د امریکا د ولسمشر او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر تر خبرو وروسته سپینې ماڼۍ یو بیان خپور کړ چې په‌کې راغلي دي چې ټرمپ له لاوروف څخه غوښتي دي چې د سوریې ولسمشر او ایران چې دواړه د روسیې نېږدې ملاتړي دي، مهار کړي.

د سپینې ماڼۍ په وینا د اوکراین پر وضعیت هم خبرې وشوې او ټرمپ په دې برخه کې لاوروف ته وویل چې روسیه د دې مسؤلیت لري چې په بشپړه توګه د مېنسک د سولې تړون تطبیق کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا د ولسمشر تر خبرو وروسته په واشنګټن کې د روسیې په سفارت کې لاوروف خبریالانو ته وویل چې ټرمپ له مسکو سره داسې اړیکي غواړي چې عملاً په‌کې متبادله ګټه ولري.

سرګي لاوروف.
سرګي لاوروف.

ښاغلی لاوروف زیاتوي:

"موږ نه‌ شو کولای چې ټول موضوعات په یوې لیدنه کې حل کړو، دا ښکاره ده او په واقعیت کې پر دغې لاره د تګ لپاره ښه نیت شته."

لاوروف زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په جولای کې د لومړي ځل لپاره د جرمني په هامبورګ کې د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصادي هېوادو په سرمشریزه کې غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG