د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایمانویل ماکرون رسماً د فرانسې جمهور رییس شو


د فرانسې پخواني ولسمشر فرانسوا اولاند مخه ښه او ولسمشر میکرون په کار پیل وکړ.
د فرانسې پخواني ولسمشر فرانسوا اولاند مخه ښه او ولسمشر میکرون په کار پیل وکړ.

صفي الله ستانکزی

پراګ ـ له الیزې ماڼۍ سره پخواني ولسمشر فرانسوا اولاند خدای پامانی وکړ او نوی واکمن ایمانویل ماکرون ورته راغی.

اولاند د کار په وروستۍ ورځ د فرانسې د اټومي راکټونو د توغولو "کوډونه" خپل ځوان ځای ناستي ته وسپارل.

ماکرون چې د لوړې تر مراسمو وروسته خبرې وکړې د فرانسې د ټولو خلکو د یووالي ژمنه یې وکړه. د فرانسې دغه ځوان ولسمشر همداراز په نړیوالو چارو کې هم د فرانسې د ونډې اخیستلو ډاډ ورکړ.

هغه وویل چې د کډوالۍ، اقلیمي بدلونونو او تروریزم له امله د رامنځته شویو ستونزو د هواري په خاطر به په وخت ګام پورته کړي.

" په نړۍ کې د فرانسې ماموریت ډېر مهم دی. مونږ به د اوسنۍ زمانې د رامنځته شویو ستونزو لکه کډوالۍ کړکیچ، اقلیمي بدلون، انحصار غوښتنه، کپټلزم او تروریزم په وړاندې په خپل وار ښه ځواب ورکړو."

ایمانویل ماکرون د فرانسې د جمهوري ریاست په دویم دور انتخاباتو کې چې د مې په اوومه ترسره شول ۶۶ فیصده رایې وګټلې او خپلې سیالې د ملي جبهې ګوند محافظه کارې کاندیدې مارین لوپين ته یې ماته ورکړه.

د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر که څه هم زیاته سیاسي سابقه نه لري یواځې یوه دوره یې د فرانسوا اولاند په ولسمشرۍ کې د اقتصاد د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

ماکرون د ان مارش ګوند اساس د تېر کال په اپرېل میاشت کې کېښوده او د اقتصاد وزارت له څوکۍ تر استعفی وروسته یې خپلو سیاسي فعالیتونو ته زور ورکړ.

داسې تمې دي چې د ماکرون ګوند به د جون میاشتې په انتخاباتو کې چې د پارلمان مقننه قوې لپاره کیږي اکثریت څوکۍ وګټي.

ایمانویل ماکرون په داسې وخت کې د فرانسې جمهور رییس شو چې دا هېواد د اوزګارۍ، له سختدریځو اسلامپالو سره د مبارزې او د فرانسې د خلکو تر منځ د ډېر واټن په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

خو ځوان ولسمشر نن ژمنه وکړه چې کرار کرار خو په دوامداره توګه به د دغو ستونزو د هواري لپاره مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG