د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د سي ای اې یو شمېر کارکوونکي وژلي دي


واشنګټن - نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د چین حکومت د ۲۰۱۰ز کال له وروستیو راهیسې په ((منظم ډول)) په هغه هېواد کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) هڅې شنډې کړې دي.

دې ورځپاڼې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ په خپل یوه رپورټ کې ویلي، چین له ۲۰۱۰ز کال راهیسې په دوو کلونو کې د امریکا شاوخوا ۲۰ جاسوسان وژلي یا نیولي دي.

ورځپاڼې ته ۱۰ اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط ویلي، دا په لسیزو کې تر ټولو لویه او بده استخباراتي سرغړونه او تېری دی.

ځېنې پلټونکي په سي ای اې کې دننه د یوه مخبر د موجودګۍ خبره کوي او ځېنې یې شک لري چې چینایانو د سي ای اې له خپلو بهرنیو سرچینو سره د رابطو انټرنیټي نظام غلا کړی دی.

دوه پخواني امریکايي چارواکي وايي، په چین کې د سي ای اې له ۱۸ تر ۲۰ پورې کارکوونکي وژل شوي یا زنداني شوي دي.

تر اوسه د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې او د پلټنو وفاقي ادارې (اېف بي ای) پر دې موضوع څه نه دي ویلي، خو په ۲۰۱۳ز کال کې یې ویلي ول چې چین نور د امریکايي جاسوسانو د پېژندګلوی وړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG