د لاسرسي ځای

تازه خبر

جيمز کومي: ولسمشر ټرمپ راڅخه د څېړنو ودرول غوښتې وو


روسانو سره د امريکايي ولسمشر د همکارانو تماسونو په اړه د امريکې وفاقي تحقيقاتي ادارې (FBI) پخواني مشر جيمز کومي خپل ليکلی بيان د سينيټ استخباراتو څارنې کمېټې ته ليږلی دی. نن به هغه دې کمټې ته وړاندې کيږي. هغه به سينيټ کې دا خبرې نن د واشنګټن په وخت لس بجې کوي.

د امريکې وفاقي تحقيقاتي ادارې (FBI) پخواني مشر جيمز کومي ويلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترې وفاداري غوښتې وه او پر هغه يې فشار اچولی وو چې د روسي چارواکو سره د ولسمشر د لومړي قامي امنيت سلاکار د تماسونو په اړه څېړنې ودروي.

کومي دا خبرې پرون (د جون ۷) سينيټ ته لېږلي بيان کې کړې دي. د کومي بيان د مطبوعاتو د ځينو هغو رپورټونو تاييد کوي چې پکې ويلي شوي وو چې ولسمشر د خپل قامي امنيت سلاکار مايکل فلين په اړه د ايف، بي، آيي پر تحقيقاتو د اغېز اچولو کوښښ کړی وو. ټرمپ فلين د فرورۍ په ۱۳ تاريخ له دندې ليري کړ.

په همدې حال کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وکيل مارک کاسوويټز د جيمز کومي په ليکلي بيان کې پر ډې ټکي ټينګار کړی چې ويلي يې وو ولسمشر له تحقيقاتو لاندې نه دی. نوموړي ويلي ولسمشر احساسوي چې هغه په پوره توګه له تورونو پاک شوی دی. خو په کانګرس کې د ايوان نماينده ګاه سپېکر پال رايان ويلي چې د ولسمشر لپاره مناسبه نه ده چې پر کومي يې فشار اچولی او د هغه وفاداري يې غوښتي ده.

جيمز کومي د تېر امريکايي ولسمشر، باراک اوباما په وخت کې د ايف، بي، آيي مشر شو. کومي په خپل ليکلي بيان کې ويلي چې ولسمشر ټرمپ سره يې د جنورۍ په ۲۷ تاريخ د ماښام پر ډوډۍ ملاقات وشو. دغه مهال ورته ټرمپ وويل چې آيا غواړي د ايف، بي، آيي مشر پاتې شي؟ د دې په ځواب کې کومي وويل چې هغه غواړي خپله لس کلنه دوره پوره کړي او دا چې هغه په سياسي لحاظ د هيچا ملاتړی نه دی. خو د نوموړي په وينا ولسمشر ورته وويل چې هغه د وفادارۍ تمه او ضرورت لري. کومي زیاته کړې چې ښاغلي ټرمپ ته يې په ځواب کې وويل چې دی به يو ريښتونی چارواکی وايي. په غبرګون کې يې ولسمشر ورزياته کړه چې هغه ريښتوني وفاداري غواړي. کومي وايي چې هغه په دې اړه ټرمپ ته وويل: دا به زه درته درکړم.

د فرورۍ په ۱۴ ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جيمز کومي سره يو بل ملاقات وکړ. د کومي په وينا ولسمشر ورته وويل هيله لري چې فلين پريږدي ځکه چې هغه ښه سړی دی. د هغه په خبره د ولسمشر له خبرو داسې وپوهيده چې د روسي سفير سره د ملاقات په اړه د مايکل فلين غلط بيانۍ په هکله دې څيړنې ودرول شي.

جيمز کومي د می په نهم تاريخ له دندې ليري شو. د روسانو او نورو بهرنيوو چارواکو سره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د همکارانو په اړه په امريکا کې څيړنې روانې دي.

- د مشال ريډيو خبر مرکزي څانګه

XS
SM
MD
LG