د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتني ژوند ژواک نندارتون په پوهنتون کې

د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې د انفارمېشن ټېکنالوژۍ، انجينېرۍ او مينېجمنټ علومو پوهنتون (BUITEMS) کې د ښکليو هنرونو (Fine Arts) په پوهنځي کې يو انځوريز نندارتون جوړ شوى چې پکې د پښتنو کليوال او کوچياني ژوند بېلابېل انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
دا انځورونه د دې پوهنځي استاد ښاغلي نصيب خان جوړ کړي دي چې د کچلاغ سيمې اوسېدونکى دى.
دى وايي، د دغو انځورونو مقصد يې نړۍ ته د خپلو خلکو د ژوند يو اړخ څرګندول وو.
ښاغلى نصيب خان وايي، په پام کې لري تل داسې انځورونه جوړ او نندارې ته وړاندې کړي چې پښتانه په کې نړۍ ته د سوله خوښوونکيو، متمدنو او ښکليو خلکو په توګه ور وپېژني.
د ازادۍ راډيو خبريال بارکوال مياخېل هم دې نندارتون ته ورغلى او دغه انځوريز رپوټ پر جوړ کړى دى:

XS
SM
MD
LG