د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وايي ، په بجټ کې راغلې خساره پوره کوو


د بلوچستان د اسمبلۍ پخوانی عکس
د بلوچستان د اسمبلۍ پخوانی عکس

کوټه: د بلوچستان حکومت وايي ، په وړاندې کړي بجټ کې یې د خسارې پوره کولو لپاره لارې چارې لټولې دي.

دا خبره د خزانې وزیر سردار اسلم بزنخو او د خزاني صوبايي سیکریټري اکبر حسین دراني د جمعې په ماښام په کوټه کې خبریالانو ته د مالوماتو ورکولو پر مهال کړې ده.

دوي وویل ، د ولس د ښېګړې لپاره چې یې کومې پروژې پیل کړې دي پر هغوی به پر وخت کار سر ته رسوي.

د بلوچستان د حکومت له خوا د مالي کال ۲۰۱۷ – ۲۰۱۸م لپاره په وړاندې کړې بودیجه کې ۵۲ اربه خساره ښودل شوې ده.

سردار اسلم بزنخو او اکبر حسین دراني وویل چې دا خساره به د ریکوډیک پروژې ، د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې او په غیر ترقیاتي خرڅونو کې د کمي له لارې پوره کوي.

سردار اسلم بزنجو وویل ،بلوچستان د ګېس او تېلو غوندې قدرتي وسایلو ډک دی او دوي په دې اړه ۱۱ کمپنیو ته د لټون اجازه ورکړې ده چې تر اوسه یې کار ندی پیل کړی.

د دوي په وینا ، حکومت دې کمپنیو ته خبرداری ورکړی دی چې که یې کار پیل نکړ نو اجازت نامې به یې منسوخې کړل شي.

د خزاني صوبايي وزیر وویل چې حکومت یې د کلیوالو سیمو د پرمختګ لپاره په بجټ کې زیاتې پېسې بېلې کړې دي.

د خزانې صوبايي سیکریټري اکبرحسین دراني وویل چې په صوبه کې د کار نه کوونکو نوکرانو پرضد یې ګامونه اخیستل پیل کړي دي.

په روانه میاشت کې د بلوچستان حکومت وویل چې په صوبه کې داسې ۲۸ زره کسان دي چې سرکاري تنخاوې اخلي خو کار نه کوي.

نوموړي وویل چې د دې کسانو پرضد به له قانون سره سم چلن کېږي او له دوی به هغه ټولې پیسې راغونډوي چې له سرکاري خزانې یې وړې دي.

د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناء الله زهري ویلي دي چې د بلوچستان اوسنی بجټ د ولس ل هیلو سره سمه دی.

هغه که څه هم د پروژو نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې حکومت یې و ټولنیزو پروژو ته زیاته پاملرنه کړې ده.

د اپوزېشن ګوندونو د صوبايي حکومت له خوا وړاندې کړل شوی دا بجټ یو ناکام او ناکافي بجټ ګرځولی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG