د لندن پوليس وايي يو اته څلوېښت کلن کس تر هغه وروسته نيول شوی چې د عيني شاهدانو په خبره پر مسلمانانو عبادت کوونکو یې له کسته ګاډی خېژولی.
د لندن امبولانس خدمتونو څانګې ويلي چې په لسو زخميانو کې اته يې روغتونونو ته وړي او د دوو د پېښې په ځای کې درملنه شوې ده. دلته حمله کوونکی لومړی خلکو او بيا پوليسو ونيو. پوليسو زياته کړې چې دغه سړی د هغه دماغي روغتيا معلومولو لپاره روغتون ته وړل شوی دی.
په بریتانيا کې د مسلمانانو شورا (Th Muslim Council of Britain) په يوه بيان کې ويلي چې دا په ورستيوو څو مياشتو کې په بریتانیا کې له اسلامه د کرکې کولو تر ټولو خونړی بريد دی. دوی د عبادت ځايونو لپاره د نور امنيت غوښتنه کړې ده. د لندن ښاروال صادق خان ويلي چې د ټولنې بېلابېلو برخو او په ځانګړې ډول د روژه تیانو خونديکولو لپاره يې اضافي پوليس ګمارلي دي.
دا برید د فينزبيري پارک سيمه کې له يو جومات سره نيزدي، د مسلمانانو خير ښېګړي مرکز بهر شوی دی. د دې مرکز ويب سايټ ليکي چې دلته دوی د بېلابېلو قومونو لږو اسانتياوو لرونکیو خلکو ته د تعليم، روزنې او ټولنيز خدمات برابروي.
د يادونې ده چې پر دې جومات د سختدریځه ملا، ابوحمزه المصري د تقريرونو له کبله سخت تنقيد شوی وو. نوموړي ته په امريکا کې د ترهګرۍ په تړاو تورونو له امله د عمر قيد سزا ورکول شوې. يو وخت ياد جومات بند کړل شوی هم وو خو په ۲۰۰۵ کال کې یې انتظامي چارې له سره وشوې او تر هغې وروسته د سختدریځو نظرياتو سره نه دی تړل شوی.
د بریتانيا وزیراعظمې، تيريزا مې د بريد په اړه وويل چې هغه د دې بدې پېښې قربانيانو سره خواخوږي لري. د لندن ښاروال صادق خان ويلي چې دا د بریتانيا د خلکو په شريکو اصولو لکه برداشت، ازادۍ او احترام حمله وه.
په بریتانيا کې په دا وروستيوو مياشتو کې ګڼ بريدونه شوي دي. د مې په دوه ويشتم تاريخ په مانچيسټر کې د یو کنسرټ پر مهال ځانمرګي بريد کې دوه ویشت کسان ووژل. د مارچ په دوه ويشتم تاريخ په لندن کې يو سړي خپل ګاډی پر خلکو وخېژاوه او يو پوليس يې په چاقو وهلو وواژه. په هغه حمله کې د بريدګر په شمول ټول پنځه کسان وژل شوي وو.