د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سرشمېرنه


د ۲۰۱۷ز کال د مارچ په نیمايي کې په پاکستان کې سرشمېرنه او کور شمېرنه پیل شوه چې د مې میاشت تر پایه روانه وه. دا تر ۱۹۹۸ز کال وروسته د پاکستان لومړۍ سرشمېرنه ده.

په پاکستان کې په قانوني ډول هر ۱۰ کاله وروسته سرشمېرنه کېږي.
په دې هېواد کې په ۱۹۵۱م، ۱۹۶۱م، ۱۹۷۲م، ۱۹۸۱م، ۱۹۹۸م او په ۲۰۱۷م کلونو کې سر شمېرنې شوې دي.
د قامي او صوبايي اسمبليانو د چوکيو وېش او انتخاباتي حلقو جوړول د يوې سيمې د ابادۍ پر بنسټ کېږي.
د يو سيمې لپاره د وسايلو او بوديجې وېش د سرشمېرنې له لارې کېږي.
د سرشمېرنې له لارې د بېلا بېلو ژبو د ويونکو شمېر او تناسب، د لوست کچه، مذهب او د کورونو شمېر معلومېږي.
XS
SM
MD
LG