عوامي نېشنل ګوند د روانې سپتمبر مياشتې په څوارلسمه نېټه په اسلام اباد کې ټول ګونديزه غونډه رابللې ده چې پکې به د قبايلي سيمو پر اصلاحاتو او دغلته د شوې سرشميرنې په نتيجو بحث کېږي.
په اسلام آباد کې د اتوار په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلیماني مشر ناصرخان اپرېدي په مشرۍ کېد فاټا ځینې د پارلیمان غړیو غونډه وشوه چې پکې يې د شماریاتو ادارې لخوا د سرشمېرنې رپورټ رد کړو.
په پاکستان کې د دې هېواد د تاريخ شپږمه سرشمېرنه په ۲۰۱۷م کال کې وشوه. د سرشمېرنې په لاندې نقشه کې تر ۱۹۹۸ز کاله د پاکستان د ټولو سيمو په اړه شمېر لیدلای شئ. يوازې يو کليک غواړي. د ۲۰۱۷ز شمېرې چې څنګه اعلانېږي، موږ به یې درخپرې کړو.
د ۲۰۱۷ز کال د مارچ په نیمايي کې په پاکستان کې سرشمېرنه او کور شمېرنه پیل شوه چې د مې میاشت تر پایه روانه وه. دا تر ۱۹۹۸ز کال وروسته د پاکستان لومړۍ سرشمېرنه ده.
یو سیاسي فعال کرېسټوفر خبري اژانس ته ویلي، په پاکستان کې روانې سرشمېرنې ته ځکه خوشاله دی چې یوې خوا ته به د عیسویانو کره شمېر معلوم شي او بلې خوا ته به په پارلېمان کې د دوی د استازیتوب کچ هم لوړ شي. دی وايي، دا مهال پارلېمان ته د دوی استازي د لسیزو پخوانۍ سرشمېرنې په حساب ورځي.
پر ډیورنډ کرښه د چمن او سپین بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو لقمان او نظر کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۶۷ تنه ژوبل دي. وروستي راپورونه وايي چې دواړو غاړو خپلو کې ډزبندي کړې.
د پاکستان سپريم د پېښور های کورټ هغه فيصله ځنډولې چې دسرشمېرنې او کور-شمېرنې په فارم کې یې د سیکانو لپاره د ځانګړې خانې جوړولو امر کړی وو.
د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د هېواد په بېلا بېلو برخو کې به د سرشمېرنې او کور شمېرنې دویم پړاو د اپرېل له ۲۵ مې نېټې پیلېږي.
پېښور های عدالت حکم کړی چې د دويمې مرحلې په سرشمېرنه کې دې په فارم کې د کېلاشيانو لپاره جلا خانه جوړه کړل شي.
د پاکستان د شمارياتو ادارې تر مخه په پاکستان کې روانه سرشمېرنه کې د خيبر پښتونخوا لپاره صرف ۲۰ ښځينه عمله اخېستل شوې ده او د فاټا لپاره د سرشمېرنې پهدې عمله کې يوه ښځينه اهلکاره هم نه شته.
دا چې د خيبر پښتونخوا او فاټا لوی شمېر خلک چې د کار لپاره په بهر هېوادونو کې دې په سرشمېرنه کې حساب نه شي نو ددې به د صوبې پر برخه ناوړه اغيز وشي.
حبیب الله خټک وايي نن ماښام به د هغو خلکو سرشمېرنه بیلوي چې کور او چاردیواري نه لري، په لارو کوڅو کې ژوند کوي او يا په خېمو، زیارتونو، دربارونو او تر لویو پولونو لاندې ژوند تېروي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته