د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي کوریا توغندی د امریکا الاسکا ویشتلی شي


شمالي کوریا ادعا کړې ده چې د لېرې واټن داسې توغندی یې ازمویلی چې کله یې هم پخوا دومره بریالۍ تجربه نه‎ وه کړې.

داسې راپورونه خپاره شوي چې دا توغندی د امریکا د متحد ایالتو تر خاورې رسېدای شي.

پیونګ یانګ پخوا د لنډ واټن توغندي ازمویلي وو چې اټومي سروګلولې لېږدولی شي.

د شمالي کوریا مشر
د شمالي کوریا مشر

د سېشنبې په ورځ د شمالي کوریا په لوېدیځ کې پروت د پیونګان له ولایته توغندی وتوغول شو او د نېږدې ۴۰ دقیقو په مخه په هوا کې و چې دا د شمالي کوریا تر پخوانیو ازمویل شویو توغندیو اوږد واټن دی او تر ۹۳۰ کېلومټرو پورې فاصله یې ووهله.

یوه امریکایي ساینسپوه ډیوېډ رایټ وویل، که دا توغندی همدومره وخت په هوا کې ایسارېدلی شي او همدومره واټڼ وهلی شي، لکه چې ویل شوي دي، نو امکان لري چې تر ۶۷۰۰ کېلومټرو پورې واټن ووهي چې په دې ډول الاسکا ته په اسانۍ رسېدلی شي.

تر دې ازموینې وروسته د جاپان وزیر اعظم شینزو ابي په ټوکیو کې خبري غونډې ته وویل:

"جاپان به دا هڅې زیاتې کړي چې پر شمالي کوریا فشار ډېر شي، په دې لړ کې به د امریکا له متحده ایالتونو او جنوبي کوریا سره سخت متحد شو، زه همدا راز پلان لرم چې د چین ولسمشر شي جین پېنګ او د روسیې ولسمشر پوتین ته زنګ ووهم، چې په دې برخه کې ډېر رغېدونکی نقش ولوبوي."

جاپان ویلي دي چې داسې باور کوي چې نننی توغندی د جاپان په سمندرګي کې د جاپان اقتصادي زون ساحې ته نېږدې لوېدلی، خو په سیمه کې یې کښتیو او هغو الوتکو ته چې هلته شته، زیان نه‎دی اړولی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جینګ شانګ نن په پېکنګ کې خبري غونډې ته وویل چې وضعیت نازک دی.

ښاغلي شانګ زیاته کړه:

"د کوریا په ټاپو وزمه کې حالت پېچلی او حساس دی، موږ هیله لرو چې ټولې خواوې ارامه پاته شي او له زغمه کار واخلي، چې دغه ډول په دې ټاپو وزمه کې ژر تر ژره کړکېچ راکم شي او بېرته د سوله‎ییزو خبرو په سم لور روان شي."

تر اوسه د شمالي کوریا د ننني توغندي په اړه ډېر توضېحات نه‎دي ورکړل شوي، خو د راپورونو له‎مخې دا تجربه واشنګټن او په اسیا کې د هغه متحدانو، سیول او توکیو ته یو سیاسي ګواښ ګڼل شوی چې شمالي کوریا کولی شي، د خپلو اټمي وسلو نیمګړی پروګرام پسې بشپړ کړي.

شمالي کوریا چې د نړیوالو تر فشار لاندې ده او کله چې یې نېږدې درې اونۍ مخکې د توغندي یوه ازموینه وکړه، ډېر انتقادونه پرې وشول چې څرنګه یې په دې لنډ وخت کې بله ازموینه وکړه؟

جنوبي کوریا ویلي دي چې داسې احتمال شته چې پیونګ یانګ د منځني واټن له هغو دوو توغندیو یو بیا ازمویلی وي چې د روان کال په لومړیو کې یې تجربه کړي وو.

خو دا تجربه له دریو پېښو سره یو ډول ارتباط لري:

لومړی: نن د امریکا د متحد ایالتونو د خپلواکۍ ورځ ده.

دوهم: تېره اوونۍ د جنوبي کوریا ولسمشر مون جي این په واشنګټن کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وکتل او د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د درېدو په اړه وغږېدل، دا لومړی ځل و چې د جنوبي کوریا ولسمشر له ټرمپ سره دا مسئاله څېړله.

دریم: د اونۍ په پای کې د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډه ده چې د دې په درشل کې پیونګ یانګ دا ازموینه کړې ده.

څلورم: د جاپان صدراعظم شینزو ابي پرون له ولسمشر ټرمپ سره په ټیلېفون خبرې وکړې او ویې ویل چې روانه اوونۍ به په جرمني کې د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د نړۍ نور مشران وهڅوي چې څرنګه د شمالي کوریا د اټمي پروګرام مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG