ټاکل شوې وه چې د دوي ملاقات به له ۳۵ تر ۴۰ دقیقو وي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن او د هغه روسي سیال سرګی لارووف وویل چې دې ملاقات دوه ساعته دو ۱۵ منټه دوام درلود.
په دې ملاقات کې موجود د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ځله د امریکا د ۲۰۱۶م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ماسکو د لاسوهنې د ادعا په اړه پر ولسمشر ولادیمیر پوټین فشار راوست.
ریکس ټیلرسن وویل ، ولسمشر پوټین د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه رد کړه او څرګنده يې کړه چې دا ښايي اوسمهال، د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف یوه پېچلې موضوع وي.
د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف هم د خپل ولسمشر ولادمیر پوټین او د هغه د امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ په دې لیدو کتو کې ناست وو.
سرګی لاوروف بېلې خبري غونډې ته په وینا کې ادعا وکړه چې ولسمشر ډونلد ټرمپ د ولسمشر پوټین دا خبره منلې ده چې ګواکې ماسکو د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه نده کړې.
سرګی لاوروف وویل ، “ولسمشر ډونلد ټرمپ څرګنده کړه چې دی د ولسمشر پوتین په دې خبرې پوهېدلی دی چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روس د لاسوهنې رپوټونه روښتیا نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د خپل روسي سیال سرګی لاوروف د څرګندونو په اړه د خبریالانو د پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه.
امریکايي ولسمشر ډونلد ټرمپ د دې رپوټ تر خپرېدو له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپل ملاقات په اړه لا خبرې نه دې کړي.
خو د روس سرکاري خبري اژانس، انټرفکس د ولسمشر پوټین په حواله ویلي چې دی له ولسمشر ټرمپ سره د اوکراین او شام پر بحران ، ترهګرۍ ، انټرنټي غلاوو او انټرنیټي امنیت په ګډون پر یو شمېر نورو مهمو مسلو غږېدلی دی.
که څه هم په دې اړه د ولسمشر ټرمپ له خوا څه نه دي ویل شوي خو تر ملاقات وړاندې ویل شوي وو چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ولسمشر پوټین سره د شام پر اوږدمهاله جګړې، د اوکراین پر ناحل شوې شخړې، انټرنیټي غلاو او انټرنیټي بریدونو، د شمالي کوریا د بیلېسټېک توغندیو ازموینو او د ترهګرۍ پرضد پر مبارزې تفاهم ته د رسېدو په تکل دی.
سرګی لاوروف د اسوشېټېډ پريس اژانس د دې رپوټ پخلی کړی دی چې امریکا او روس د شام په جنوب کې پر اوربند هم هوکړه کړې ده.
د چارواکو په وینا، دواړو ولسمشرانو د نورو مسلو ترڅنګ د شمالي کوریا د وسلو پر پروګرام هم خبرې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته په پرلپسې توګه د امریکا او روس د اړیکو ښه کولو غږ کړی دی خو د نوموړي اداره داسې څرګندوي چې ګواکې پر روس د فشار هڅې کوي.
د ولسمشر ټرمپ ادارې له اوکراینه د کرېمیا ټاپووزمې د نیولو او په اوکراین کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له امله، پر روس د بندیزونو ملاتړ کړی دی.