د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ داعش مخنيوي لپاره عمليات پېل کړي دي


د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د خيبر ایجنسۍ په راجګل سيمه کې يې د روانو ردالفساد عملياتو لاندې د خېبر۴ په نوم عمليات پيل کړې دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (آیي، ایس، پي، آر) مشر ويلي چې په راجګل کې ځينې سيمې داسې دي چې په تېرو پوځي عملياتو کې له وسله والو نه وې پاکې شوې.

میجر جنرل آصف غفور پينډۍ کې يوې خبري غونډې ته د جولايي په شپاړسم تاريخ وويل: ((دا عمليات به ستونزمن وي خو کوشش کوو چې دغلته موجودې وسله والې ډلې ختمې کړو.)) ۲۵۰ مربع کلوميټر پراخه راجګل سيمه په سختو او لوړو غرونو مشتمله ده. ميجر جنرل غفور ويلي چې د ډيورنډ کرښې آغاړه، افغانستان کې موجود داعش وسله وال غواړي ياده سيمه د خپلو فعالیتونو لپاره استعمال کړي نو ځکه يې د مخنيوي لپاره دا عمليات ډير مهم دي.

د داعش وسله والې ډلې درې مشران (حافظ سعيد خان، حارث لوګری او ابوسعيد) يو په بل يسې په ډرون بريدونو کې وژل شوي. دوی د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په نښه شوي دي

نوموړي زياته کړه: ((په دې عملياتو کې به پوځ پر زمکه او د هوا له لارې پر وسله والو بريدونه کوي. دا به تر هغه وخته دوام ولري تر څو چې په سيمه کې د وسله والو ګواښ ختم شوی نه وي.)) د پاکستان پوځ په داسې حال کې د دې نوو عملياتو اعلان کوي چې په افغانستان کې هم امريکايي او افغان ځواکونو په داعش وسله والې ډلې بريدونه ډېر کړې دي.

درې ورځې مخکې د امريکا دفاع وزارت وويل چې د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلې نوی مشر ابوسعيد يې په کونړ کې په يو ډرون بريد کې وژلی دی. ابوسعيد تر هغې ورسته د داعش مشر شو چې د دې ډلې دوه نور مشران حارث لوګری او حافظ سعيد خان يو په بل پسې په ډرون بريدونو کې ووژل شول. د امنيتي چارو پوه او د پاکستاني پوځ پخوانی بريګيډير، سعد محمد خان مشال ريډيو ته وويل وېره وه چې داعش وسله واله ډله به افغانستان کې تر زيانونو لېدو وروسته قبايلي سيمو کې ځان لپاره مرکزونه جوړول وغواړي. نوموړي زياته کړه: ((که دا نوي عملیات (خيبر ۴) وشي نو څه نه څه به د دې ډلې مخنیوی وشي.))

د پاکستاني پوځ ویاند، ميجر جنرل آصف غفور
د پاکستاني پوځ ویاند، ميجر جنرل آصف غفور

په خیبر ایجنسۍ کې تر دې مخکې د پاکستان پوځ درغلم، بیا درغلم، خوښ به دې شم، خیبر یو، خیبر دوه او خیبر درې په نوم عمليات کړې دي. چارواکي یې بريالی ګڼي. خو بريګيډير سعد محمد خان وايي داسې عمليات لنډمهاله حل دی. نوموړی زياتوي تر څو چې پاکستان د ترهګرۍ سره مبارزې لپاره جوړ کړی، قامي ايکشن پلان سم نه وي عملي کړی او د ټولو وسله والو پر ضد يې عمليات نه وي کړي، تر هغې به د بې امنۍ ستونزه په پوره توګه خلاصه نه شي.پاکستاني چارواکي وايي دوی د سيمې امنيت ته ژمن دي او له همدې وجې په وسله والو کې ښه او بد نه ګوري.

د تیرا راجګل سيمه کې د جګړو له وجې څلور کاله مخکې د کوکي خېلو قبېله بې کوره شوې وه. د دې سيمې يو کډوال کشمير افريدي مشال ريډيو ته وويل پکار ده دا ځل ټول وسله وال ختم شي چې دوی په ارام زړه خپلو کورونو ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG