د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیرا میدان کې د سرکاري تعلیمي ادارې منصوبه ختمه شوې ده


د خېبر ایجنسۍ د تیرا میدان اوسیدونکي وایي چې هلته د ګورنر ماډل سکول منصوبه د پرمختیایي کارونو د فهرست نه ختمه کړل شوې ده.

دوی وایي په تیرا میدان کې د بد امنۍ او جګړو له کبله خلک ډېر ځپل شوي او له پخوانه پکې سرکاري تعلیمي ادارې نشته او اوس چې په دې وروستو کې ورته کډوال ستانه شول او پرمختیایي کارونه پکې پیل شو نو دغه ګورنر ماډل سکول د دوی یوازينۍ هیله وه چې هلته به ورسره تعلیمي هلې ځلې پيل شي خو په دې منصوبه کار پيل نه شو.

د تیرا میدان یو مشر نوروز اپریدۍ مشال ریډیو ته وایي چې موږ د دغې حکومتي پریکړې ډېر مایوسه کړو.

نوموړي وايي، زموږ خیال وو چې د تعلیم او پرمختیا په دې زغل کې به زموږ ماشومان هم شامل شي خو اوس مو دغه تمه هم ختمه شوه.

اپریدی زیاتوي، حکومت له پکار ده چې بیا داسې اعلانونه نه کوي چې عمل پرې نه کېږي.

خو بلخوا د خېبر ایجنسۍ پرمختیایي کارونو پلاننګ آفیسر فریدالله مشال راډیو ته وویل، دغه سکول تیرا میدان لپاره منظور کړل شوي د دریو اربو روپو په ځانکړي پروژه کې شامل وو خو د فاټا د تعلیم څانګې یو پخواني سیکرټري د دغې سکول مخالفت کړی وو او د هغوي دریز وو چې په دې به درې واړه سکولونه جوړو خو تر اوسه هغه هم جوړ نه شو او نه په دې منصبوبه کار پيل شوې.

نوموړي وايي، اوس مو دغه سکول د بیا بحالې یو بل مستقل پرمختیایي پروګرام ته اړولې دې خو تر دا دمه یې پته نه لګي چې منظوري به یې وشي او که نه.

د تیرا میدان یو ځوان دولت اپریدۍ وایي چې موږ ډېر خوشاله وو چې د دغې سکول له تعیمر سره به زموږ ماشومان هم د معیاري تعلیم حاصلولو جوګه شي خو دغه منصوبه ختمه شوه.

د دولت وايي، د وسلوالو پرضد په جګړو او کډوالۍ په وخت ډېر تاوانونه شوي هر څه مو ویجاړ شوي.

ده وویل، په تیرا مدیان کې ډېرو سکولونو او نورو ولسي ادارو جوړولو ته ډېره اړتیا ده.

یاده دې وي چې د خېبر پښتونخوا پخواني ګورنر مهتاب احمد خان درې کاله وړاندې د تیرا میدان د دورې په مهال د ګورنر ماډل سکول د تعمیر پرانسته کړې وه او تیر کال موجوده ګورنر اقبال ظفر جګړا هم د دغې سکول د تعمیر اعلان کړې وو خو تر اوسه پرې عملي کار نه دې پيل شوي.

XS
SM
MD
LG